تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نواز شریف تر خوشي کېدو وروسته خپل کور ته لاړ
په ایون فیلډ قضیه کې د پخوانی لومړی وزیر نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او کپټن صفدر د سزا له ځنډېدو وروسته دوی خوشي شوي او درې واړه لاهور کې خپل استوګنځي ته رسېدلي دي.
د اسلام اباد عالي محکمې د چهارشنبې په ورځ ماسپښېن یوه پرېکړه کې د دوی سزا وځنډول او له هغه څو ګړۍ وروسته شاغلی شریف، لور او زوم یې له اډیاله جېل خوشي شول.
راولپنډۍ کې له اډیاله جېل بهر د دوی هرکلي ته ډېر کسان ولاړ وو او د دوی پر ګاډي یې ګلونه شیندل.
درې واړه له نور خان هوايي اډې په خصوصي الوتکه کې لاهور ته لاړل.
نواز شریف تېر جولای او دغه هېواد کې له ټولټاکنو څو ورځې مخکې بندي شو.
ځینې رسنوالو دا پوښتنه کړې چې نواز شریف یوازې له ټاکنو د لرې ساتلو لپاره بندي شوی و، که له خپلواک سیاست د ټول عمر لپاره د بې برخې کېدلو لپاره زندان ته اچول شوی و.
د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې پلازمېنه اسلام اباد کې د احتساب عدالت په نوم فساد ضد یوې محکمې د اېون فیلډ قضیه کې نواز شریف د لس کاله، د نوموړي لور مریم نواز په ۷ کاله او زوم یې صفدر په یو کال بند محکوم کړل.
محکمې پخوانی لومړی وزیر ۸ ميلیونه پاونډه جریمه کړ او لور یې هم دوه میلیونه پاونډه جریمه کړه.
اېون فیلډ قضیه
په اېون فیلډ قضيه کې پر ښاغلي شریف تور لګول شوی و چې فساد یې کړی او په ناقانونه توګه یې په لندن ښار کې ملکیتونه رانیولي دي.
خو نواز شریف، لور او زوم یې د دغه جایداد له ملکیته انکار کوي. شریف کورنۍ وايي، چې د جایداد ملکیت د نواز شریف د زامنو دی.
د پاکستان سترې محکمې نژدې یو کال مخکې همدې جولای میاشت کې نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې قضیه کې بې واکه اعلان کړ.
خو نواز شریف تل دا تورونه رد کړي دي.
دا قضیه له هغه وروسته راپورته شوه چې د ښاغلي شریف د کورنۍ نومونه ۲۰۱۶ کال کې له پانامه په ډاګیزه شويو اسنادو کې راغللل او پرې تور پورې شوی و، چې په بهر کې يې ځينې شتمنۍ پټې ساتلې دي.
نواز څه ګټي؟
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال محمد الیاس خان لیکي، چې د نواز شریف خوشي کېدل به د هغه د پلویانو مورال لوړ کړي:
"خو پر ټاکنو یا پر نوي حکومت به څه اغېز ونه لري او د نواز شریف ګوند مسلم لیګ ته به څه ګټه ونه رسېږي".
هغه دا هم وايي، چې د اسلام اباد لوړې محکمې له خوا احتساب محکمې د پرېکړې ننګول او د نواز شریف خوشي کول به د شریف کورنۍ لپاره قانوني ګټه ولري.
"ځکه ډېرو د نوموړي محاکمه نامناسبه بلله او تر ډېره یې د ده محکومول د شواهند پرځای د فرضیو له مخې بلل".
د نوموړي په خبره، همدا وجه وه چې د بند سزا یې وځنډېدله او داسې ښکاري چې د استیناف پرېکند نتیجه یې همدا شي.
ډېر په دې نظر هم دي چې تېر جولای کې د نواز شریف بندي کېدل د واکمن اسټبلېشمنېټ د فشار له امله و، ځکه دوی غوښتل چې د نوموړي د څلورم ځل واکمنېدلو مخه ونیسي.
د دوی په باور ټاکنې وشوې او نوی حکومت جوړی شوی، نو اوس محکمې له نور فشار سره نه مخ کېږي.
خو نور فکر کوي چې نواز شریف د خپلواک شخص په توګه سیستم یا نظام ته سرخوږی جوړېدلی شي، ځکه نوموړی د پاکستاني پوځ د سیاسي رول پرضد ځواکمن غږ پاتې شوی دی.