ملګري ملتونه: اسرائیل دې د غزې له شماله د ۱٬۱ میلیون خلکو د وتلو امر لغوه کړي

تازه جزییات:

د شپې تر نیمايي پورې اسرائیلو او غزه کې تازه معلومات:

  • د حماس له لوري بریدونو کې د وژل شویو اسرائیلیانو شمېر له ۱۳۰۰ پورته شوی او غزه تړانګه کې یې ۱۵۰ اسرائیلیان برمته ساتلي دي.
  • د حماس پرضد پر غزه د اسرائیلو په ځوابي هوايي بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۵۰۰ اوښتی دی او په غزه تړانګه کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر له نیم میلیون انسانو ډېر شوی دی.
  • د ملګرو ملتونو رپوټونه وايي چې ۵۰ زره میندوارې ښځې په غزه کې اساسي روغتیايي چوپړونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
  • د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان ویلي له شنبې ورځې راهیسې یې په غزه کې ۱۱ طبي پرسونل وژل شوي دي.
  • په دې لړ کې د اسرائیلو د اطلاعاتو وزیر ګالیت دیستل اتباریان استعفا کړې ده.
  • د اروپايي کمېسیون مشره ارسولا وان دیر لین د جمعې په ورځ اسرائیلو ته روانه ده چې د حماس بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښيي.
  • د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له سفر یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ اسرائیلو ته ځي.
  • فرانسه کې پولیسو د فلسطینیانو په ملاتړ پر هر ډول احتجاجي راغونډېدنو بندیز لګولی دی.
  • وړاندې اسرائیلو ویلي وو، د غزې کلابندي به تر هغه پای ته ورسېږي چې برمته شوي اسرائیلیان خوشي شوي نه وي.

له غزې د ۱٬۱ میلیون خلکو د وتلو خبرداری

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وختي ویلي، اسرائیلي پوځ ورته ویلي چې نژدې ۱٫۱ میلیون فلسطینیان د غزې له شمال نه باید د غزې تړانګې جنوب ته په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې ولېږدي.‌

د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټیفن دوچاریک په یوه بیان کې ویلي "ملګري ملتونه دا ناممکنه ګڼي چې دا ډول خوځښت به له ویجاړوونکو انساني پایلو ډک نه وي".

دوچاریک زیاتوي چې د اسرائیلي پوځ له لوري دا امر د ملګرو ملتونو پر ټولو کارمنانو او هغو کسانو هم پلی کېږي چې د ملګرو ملتونو په کمپونو کې اوسېږي،‌ چې په دې کې ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه هم شامل دي.

بله خوا، ملګرو ملتونو په غزه او لوېدیځه نیول شوې تړانګه کې د خلکو د مرستې لپاره د ۲۹۴ میلیون ډالرو عاجلې مرستې راغونډولو غوښتنه کړې ده.

ددغه سازمان د بشري چارو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه مبلغ په غزه او لوېدیځه تړانګه کې د څه باندې ۱٫۲ میلیون خلکو لپاره دی او هلته ډېری خلک د څښاک اوبه نه لري.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي،‌ پر غزه د اسرائیلي بمباریو نیمايي قربانیان ماشومان او ښځې دي. تر اوسه په دې بریدونو کې ۱۵۳۷ کسان وژل شوي او ۶۶۱۲ نور ټپیان شوي دي. اسرائیلو ویلي پر غزه یې ۶۰۰۰ بمونه غورځولي دي.

رپوټونه وايي، په غزه کې د جبالیا پر کمپ چې ۱۲۰۰ خلک پکې مېشت وو، اسرائیلو بمبارۍ کړې دي. ملګري ملتونه وايي، غزه کې د کلابندۍ له کبله خواړه او اوبه په کمېدو دي.

په ملګرو ملتونو کې د خوړو نړیوال پرواګرام ادارې مسوولین وايي، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو غزه محاصره کړې ده، په دې سیمه کې خواړه او اوبه په کمېدو دي.

ډبلیو ایچ او د غزې وضعیت ''سخت'' بللی دی.

په غزه کې د یوازیني برېښناکوټ له نفتو ختمېدو وروسته د سیمې روغتونونه د خپلو فعالیتونو لپاره پر جنراتورونو تکیه کوي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای، ډي، ایف) ویاند دانیل حقاري پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې ویلي دي چې د شنبې پر ورځ د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلي ځواکونو پر غزه نژدې ۶۰۰۰ بمونه غورځولي دي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیل ته د سفر په ترڅ کې له لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا وکړه. نوموړي وویل: ''هغه پیغام چې ما له ځان سره راوړی دا دی، چې تاسې به په یوازې سر هم له ځانه د دفاع لپاره پیاوړي یاست، خو باید ووایم چې تر څو پورې امریکا شته تاسې به هیڅکله یوازې پاتې نه شئ. ''

د دې ګډې خبري غونډې په پیل کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په انګلیسي او عبراني ژبو د ښاغلي بلېنکن مننه وکړه. نوموړي د امریکا ولسمشر یوې وینا په حواله وویل: ''ولسمشر بایډن دا (حماس) شریره ډله بللې. له حماس سره به هغسې چلن وشي، چې له داعش سره وشو، دوی به وشړل شي.''

نتنیاهو زیاته کړه: ''همدا اوس وخت دی، چې موږ باید د بدۍ (حماس) پر ضد یو موټی ودرېږو.''

نوموړي زیاته کړه، چې ''موږ یو دریځ غوره کړی، چې په دې کې امریکا هم زموږ تر څنګ ده.''

له اسرائیلي لومړي وزیر سره له لیدنې وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هیرزوګ سره ولیدل.

په یوه لنډه غونډه کې ولسمشر له امریکا مننه وکړه چې ''د اړتیا پر مهال او د اسرائیل له تاسیس راوروسته تر ټولو په دې سختو ساعتونو کې د اسرائیل خیال ساتي.''

ښاغلي بلېنکن په خپلو خبرو کې وویل دې هېواد ته له یوه پیغام سره راغلی او هغه دا دی چې ''امریکا متحده ایالات د اسرائیل تر څنګ دي، نن، سبا او هره ورځ.

د یادونې ده، چې حماس د شنبې پر ورځ پر اسرائیل د برید په ترڅ کې ۱۵۰ اسرائیلیان یرغمل او غزې ته ولېږدول. د اسرائیل دفاعي ځواکونو مشر نن پنجشنبه د اسرائیل او د دې هېواد اوسېدونکو په خوندي ساتلو کې د اسرائیلي ځواکونو پاتې راتلل ومنل.