د امریکا د بهرنیو چارو زیر اسرائیل ته په سفر تللی

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اتوني بلینکن اسرائیل ته په سفر تللی دی. نوموړی به دغه هېواد ته د خپل لنډ سفر په ترڅ کې له اسرائیلي چارواکو او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړي.

د فلسطین اداره د لویدیځي غاړې کنټرول په لاس کې لري او په غزه کې د حماس سیاسي سیال دی.

له دې وړاندې رپوټونه وو چې د امریکا پر پوځي مرستو لومړۍ بار الوتکه د اسرائیلو سویل کې ناسته ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جنګي بېړۍ او الوتکې هم د مدیترانې ختیځ ته رسېدلې دي.

واشنګټن ویلي، و دغه ځواک د دې لپاره سیمې ته استوي چې د هغو عواملو مخه ونیسي چې ښايي د وضعیت د لا ترینګلي کېدو او د جګړې د پراخېدو هڅه وکړي.‌

بلخوا اسرائیل ویلي، د یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو غزې ته برېښنا او به او تېل نه ورکوي.

د اسرائیل دانرژۍ وزیر اسراییل کاتز وايي،‌ د غزې محاصره به تر هغې پای ته و نه رسېږي څو چې اسراییلي برمته شوي کسان خوشې شوي نه وي.

پر خواله رسنیو لیکل شوي یوه پیغام کې هغه لیکلي:"تر هغې چې یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي د برېښنا هېڅ سویچ نه فعالوو، د اوبو نلونه به خلاص نه شي او د تېلو هېڅ یو ټانکر به رانشي."

اسرائیلو د تېرې شنبې پر ورځ د اکتوبر پر اوومه د حماس له بریدونو وروسته غزې ته د اکمالاتو استول بند کړل.

بلخوا سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې، غزه کې به د برېښنا له پرې کېدو وروسته روغتونونه په "هدیره" بدل شي.

د غزې په تړانګه کې د برېښنا یوازینۍ فابریکه پرون د تېلو د کمښت له امله وتړل شوه.

دا په دې مانا چې غزه کې اوس د روغتونونو په ګډون ډېره تکیه پر جنراتورونو ده چې دا هم تېلو ته اړتیا لري.

د غزې د برېښنا ډېره برخه د اسرایلو له تامینېدله، چې پر دغه هېواد د حماس له وروستي برید وروسته یې پرې برېښنا پرې کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اپوزېسیون مشر بیني ګانتز د "بېړني حکومت" په جوړولو هوکړه کړې.

د نتنیاهو، ګانتز او د دغه هېواد د دفاع وزیر په شتون سره به یوه "جنګ کابینه" هم جوړه شي.

دا به په دې معنی وي چې د جګړې په وخت کې به "هېڅ دولتي قانون یا پرېکړه چې له جګړې سره تړلې نه وي " لومړیتوب نه ورکول کېږي، او په حکومت ټولې لوړ پوړي ګومارنې به په اوتومات ډول د جګړې په وخت کې وغځول شي.

په اسرائیلو کې د حماس د شنبې ورځې په بریدونو کې د وژل شويو کسانو شمیر ۱۲۰۰ ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې له زرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو په شمال او جنوب کې د بریدونو د خطر زنګ اورېدل شوي او له غزې د ور ویشتل شویو توغندیو د لګېدو له امله د خلکو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.