اسرائیل وايي، د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو تر مهاله به د غزې محاصره روانه وي

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د عامې روغتیا ځايي چارواکي وايي، له شنبې ورځې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۵۴ کسانو ته رسېدلی دی. مسوولین وايي، په دې سیمه کې د ټپي شویو کسانو شمېر ۶۰۴۹ تنو ته رسېدلی دی.
له شنبې ورځې راهیسې له غزې پر اسرائیل د راکټونو پنځه زره ګوزارونه شوي دي او اسرائیل وايي، په غزه کې یې ۲۶۰۰ هدفونه په نښه کړي دي. د اونۍ په پای کې پر اسرائیل د حماس بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او نژدې ۳۰۰۰ ټپیان دي.
په ورته مهال د مصر بهرنیو چارو وزارت له اسرائیل غوښتي چې پر پوله د تګ راتګ سیمې رفحه په شاوخوا کې بریدونه ودروي. مصر وايي، د دې بریدونو له کبله پر پوله تګ راتګ ستونځمن شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په مصري چارواکي دا هم وايي، چې تر اوسه د تګ راتګ لپاره لاره پرانیستې ده.
مخکې د بي بي سي په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې له غزې مصر ته د وتلو لپاره همدا رفحه سیمه یوازینۍ لارده، خو د هوايي بریدونو له کبله پرون دا لار تړل شوې وه.
زموږ په رپوټ کې دا هم ویل شوي وو، چې د تګ راتګ لارې له بېرته پرانیستل کېدو وروسته هم هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ځکه خورا ډېره وه، چې په عادي حالاتو کې هم یوازې ۴۰۰ کسان کولای شي له پولې تېر شي.
اسرائیل ته د بلېنکن سفر

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په داسې حال کې اسرائیل ته تللی، چې اسرائیل وايي، د دوی د یرغمل شویو کسانو تر خوشي کېدو پورې غزې ته برېښنا او به او تېل نه نه پرېږدي.
ښاغلی بلېنکن به دغه هېواد ته د خپل لنډ سفر په ترڅ کې له اسرائیلي چارواکو او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړي.
د فلسطین اداره د لویدیځي غاړې کنټرول په لاس کې لري او په غزه کې د حماس سیاسي سیال دی.
له دې وړاندې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د امریکا پر پوځي مرستو لومړۍ بار الوتکه د اسرائیلو سویل کې ناسته ده، دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جنګي بېړۍ او الوتکې هم د مدیترانې ختیځ ته رسېدلې دي.
واشنګټن ویلي، و دغه ځواک د دې لپاره سیمې ته استوي چې د هغو عواملو مخه ونیسي چې ښايي د وضعیت د لا ترینګلي کېدو او د جګړې د پراخېدو هڅه وکړي.
د غزې محاصرې د دوام ګواښ

د عکس سرچینه، Reuters
بلخوا د اسرائیل دانرژۍ وزیر اسراییل کاتز وايي، د غزې محاصره به تر هغې پای ته و نه رسېږي څو چې هلته اسراییلي برمته شوي کسان خوشې شوي نه وي.
پر خواله رسنیو لیکل شوي یوه پیغام کې هغه لیکلي:"تر هغې چې یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي د برېښنا هېڅ سویچ نه فعالوو، د اوبو نلونه به خلاص نه شي او د تېلو هېڅ یو ټانکر به رانشي."
تازه د اسرائیل دفاه وزارت وايي، دوی ته ۹۵ کورنیو ویلي، چې د دوی خپل-خپلوان یرغمل شوي دي. اسرائیل حکومت د تېرې شنبې پر ورځ د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس له بریدونو وروسته غزې ته د اکمالاتو استول بند کړل.
سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې، غزه کې به د برېښنا له پرې کېدو وروسته روغتونونه په "هدیره" بدل شي. د غزې په تړانګه کې د برېښنا یوازینۍ فابریکه پرون د تېلو د کمښت له امله وتړل شوه.
دا په دې مانا چې غزه کې اوس د روغتونونو په ګډون ډېره تکیه پر جنراتورونو ده چې دا هم تېلو ته اړتیا لري. د غزې د برېښنا ډېره برخه د اسرایلو له تامینېدله، چې پر دغه هېواد د حماس له وروستي برید وروسته یې پرې برېښنا پرې کړه.








