تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اټلانټیک سمندر کې د کښتۍ له ډوبېدو وروسته د نژدې ۶۰ کډوالو مړه کېدو اندېښنه څرګنده شوې
- Author, جو اینوډ، سوزانې لیغ او کرسټي
- دنده, بي بي سي
د لویدیځې افریقا په سمندر کې د کډوالو سپرلۍ یوې اوښتې کښتۍ له موندل کېدو وروسته داسې اندېښنه څرګندېږي چې ښايي ۶۰ کسان مړه شوي دي. په سال نومي ټاپو کې د همدې پېښې ۳۸ ژغورل شویو کسانو ته طبي مرستې ورکړل شوې، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
فکر کېږي چې په دې کښتۍ کې چې نژدې یوه میاشت یې په سمندر کې تېره کړې، ناست کسان ټول د سنیګال اوسېدونکي وو.
د کپویردي چارواکو چې دا پېښه پکې شوې، له نړیوالې ټولنې د داسې اقداماتو غوښتنه کړې، چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي. ځايي پولیسو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ښکار شوې کښتۍ لومړی ځل د دوشنبې پر ورځ لیدل شوې وه.
لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې کښتۍ ډوبه وه، خو وروسته معلومه شوه چې هغه مهال له اوبو سره بهیده. لومړی ځل دا کښتۍ د اسپانیا کب نیونکو لیدلې وه، چې وروسته یې ځایي چارواکو ته په هکله معلومات ورکړي وو.
د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولین وايي په ژغورل شویو کسانو کې څلور ماشومان شامل دي، چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۶ کلونو تر منځ دي.
بل لور د سنیګال بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ناوخته یوه اعلامیه کې ویلي، یاده کښتۍ د تېرې جولای میاشتې پر لسمه نېټه داسې حال کې په سفر وتلې وه، چې ۱۰۱ کسان پکې ناست وو.
وزارت مسوولین زیاتوي د د کپویردي له چارواکو سره د ژوندي ژغورل شویو کسانو په هکله اړیکه کې دي. ویل کېږي چې په دې کښتۍ کې د سنیګال تر څنګړ د ګینیا بیاساو یو کس او د سیرالیون ځینې اوسېدونکي هم وو.
کپیوردي له لوېدیځې افریقا ساحله ۶۰۰ کلیومتره لېرې سیمه ده، چې د اسپانیا کنري ټاپو ته ترې د کډوالۍ یوه مهمه سمندري لار تېرېږي او بیا له هغه ځایه معمولاً دغه کډوال د اروپايي ټولنې هېوادونو ته سفر کوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې ۲۰۲۲ کال کې کنري ټاپو ته د رسېدو په لار کې لږ تر لږه ۵۵۹ کسان وژل شوي او د روان کال لومړیو شپږ میاشتو کې بیا ۱۲۶ کسان چې پر همدې لار یې سفر کاوه یا وژل شوي او یا هم بې درکه دي. دغه معلومات ښيي چې په ریکارډ کچه ۱۵ کښتۍ ماتې شوې او په سمندر کې ډوبې شوې دي.