تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې اوبو کې د ربړي کښتۍ ۳۳ افغان کډوال ژغورل شوي
ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح لیکلي پرون د جمعې په ورځ د لوېدیځ چناک کلا ولایت ایوانجیک ساحل کې ۳۳ افغانان ژغورل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي دغو کډوالو غوښتل په ناقانونه توګه په یوه ربړي کښتۍ کې یونان ته ځانونه ورسوي، خو په سمندر کې د توپان له امله ددوی کښتۍ په ډوبېدو شوه.
ډیلي صباح لیکي، سره له دې چې دا لاره ډېره خطرناکه ده، خو هره ورځ کډوالو د ایجې سمندر له لارې د لوی خطر په منلو سره یونان ته د ځان رسولو هڅه کوي، دوی قاچاق وړونکو ته ډیرې پيسې ورکوي خو هغوی په یوه وړه کښتۍ کې ډیر کسان لیږدوي چې او له همدې امله دا کښتۍ ډوبیږي.
ددې ورځپاڼې د رپوټ له مخې یوازې سږ کال لسګونه کسان پر همدې لاره د مرګ کومې ته لویدلې دي.
له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې العرب په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په تړاو یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی "سعودي د افغان سولې د غوټې خلاصولو هڅې پیل کړي".
ورځپاڼه په سعودي کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د لیدو کاتو په اړه د رسنیو رپوټونو ته اشاره کوي او دیپلوماتیکو سرچینو په حواله زیاتوي چې د سعودي دا هڅې د قطر له خوا له خنډونو سره مخامخ دي او قطر هڅه کوي د سعودي په منځګریتوب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې خنډ واقع شي.
ورځپاڼه ادعا کوي چې سرچینو ورته ویلي قطر داسې فکر کوي چې د حکومت او طالبان ترمنځ د سولې مساله دوی پورې اړه لري او له هرو ممکنه لارو به هڅه وکړي د سعودي په هڅو د سولې خبرو مخه ډب کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، څارونکي په دې نظر دي چې د افغان سولې په مساله کې د سعودي ګډون به په دې برخه کې لوی اغېز ولري او د روانې کشالې لپاره د حل یوه لاره ومومي.
ورځپاڼه لیکي، اوس چې د طالبانو یو بل سیال داعش ډله چې تر طالبانو ډیر سخت دریځه ده په افغانستان کې سر راپورته کړی نو طالبان ښايي په دې فکر کوي چې له دغې ډلې سره د جګړې پر ځای غوره داده چې له حکومت سره یوه جوړ جاړي ته ورسیږي.
ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له خولې لیکلي چې امریکا ته په کار دي په سوېلي اسیا کې د خپلو نویو لومړیتوبونو او د نویو ستراتیژیکو ملګرو د پيدا کولو په لړ کې خپل پخواني دوست پاکستان ته شا کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، قریشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې یوې غونډې ته ویلي پاکستان او امریکا یو له بل پرته کار نه شي کولی، ده ویلي د امریکا لومړیتوبونه اوس بدل شوي او نوي ملګري لري خو ((د مهربانۍ له مخې)) - امریکا ته په خطاب کې - امریکا دې له پاکستان سره د اوږمهال اړیکو پر ارزښت پوه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي سمه ده چې امریکا نوي ملګري پیدا کړي، نو ولې پخواني ملګري له لاسه ورکوي؟ قریشي زیاته کړې په دې اړه غور کوي چې د امریکا د نویو غوښتنو په رڼا کې د اړیکو نوی پړاو څه ډول سمبال کړي.
ښاغلي قریشي څرګنده کړې چې په تاریخي لحاظ د امریکا او پاکستان اړیکو ته د افغانستان له زاویې کتل شوي نو واشنګټن ته تللې لاره له کابله تېرېږي.