سږ کال مدیترانې سمندر کې "نژدې ۳۰۰ پنا غوښتونکي ماشومان ډوب شوي"

ملګري ملتونه وایي، ددې کال له لومړیو تر اوسه لږ تر لږه ۲۸۹ ماشومان له شمالي افریقا اروپا ته د مدیترانې سمندرګي له خطرونو په ډکو لارو مړه یا ورک شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق له حکومتونو غوښتي چې کډوالو ته د قانوني لارو پر جوړولو د دا ډول بوږنوونکو پېښو مخه ونیسي.

دا پر دې معنا ده چې هره اونۍ ۱۱ ماشومان پر دغو لارو مړه یا ورک شوي دي.

ملګرو ملتونو له حکومتونو غوښتي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې لپاره خوندي او قانوني لارو رامنځته کولو سره د دا ډول پېښو مخنیوی او د ماشومان ژوند ژغورنه وکړي.

د یونیسف اجراییوي مشرې کاترین رسل وویل: "د خوندیتابه، له کورنیو سره د یوځای کیدو او د لا نورو هیلو د موندلو په هڅه کې، ډیر ماشومان د مدیترانې په څنډو کې په کښتیو کې سپریږي او د ورکېدو او مرګ خطر سره ځان مخامخوي."

نوموړې وايي: "دا یوه روښانه نښه ده چې د ماشومانو لپاره د پناه غوښتنې خوندي او قانوني لارې رامنځته کولوسره ډر څه باید ترسره شي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د یو خیریه بنسټ د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۸ کال راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان له پولو د تېرېدو په هڅو کې مړه یا ورک شوي دي.

په هر صورت، خو څارونکي وايي ښايي دا شمېر تر دې هم لوړ وي ځکه دا وویل چې ځکه چې ډیرې ډوبۍ شوې کښتۍ لا خو نه دي ثبت او پلټل شوي.

تېره میاشت د یونان له سواحلو ۴۵ کیلومتره لیرې د کب نیوونکو یوه کښتۍ چې شاوخوا ۷۵۰ کډوال پکې سپاره وو د مدیترانې په سمندرګي کې ډوبه شوه.

دغه پېښه کې په لسګونو کسان مړه او سلګونه نور بې درکه شول. ویل کېږي په ورکو شویو کسانو کې زیات شمېر ښځې او ماشومان هم شته.

یونیسف اټکل کوي چې سږ کال تر دې وخته ۱۱۶۰۰ ماشومانو له شمالي افریقا ایټالیا ته پر خطرناکو لار رسېدلي دي. دا د ۲۰۲۲ د ورته مودې په پرتله دوه وارې لوړې شمېرې دي.

افغانستان هم د دې مرګونو پېښو له درده په څنډه نه دی. افغانان له اوکرایینیانو او سوریایانو وروسته تر ټولو د لوړې کچې کډوالي لري.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶ د ایټالیې یوه ساحل ته نژدې د کډوالو یوه ډوبه شوې بېړۍ کې لسګونه افغانان مړه شوي و چې ښځې او ماشومان هم په کې و.