نړۍ کې د پخوا پرتله کم ماشومان زېږي؛ خو اغېز به یې څه وي؟

څېړونکي وايي، په نړۍ کې د ماشومانو زېږېدو کچه لویدلې او دا وضعیت به په اوږد مهال کې پر ټولنو بد او حیرانوونکی اغېز ولري.‌دوی وايي، د روانې پېړۍ تر پایه به ښايي د هر هېواد نفوس کې کموالی راشي. د جاپان او اسپانیا په ګډون د ۲۳ هېوادونو په هکله خو لا دا ویل کېږي چې د دې پېړۍ تر پایه به یې نفوس نیمايي شي.

د لږو ماشومانو زېږېدو له کبله دا احتمال هم شته چې د ځینو هېوادونو د نفوس ډېره برخه به زاړه کسان وي.ویل کېږي اوسمهال د ښځو ماشوم زېږونې کچه ټیټه شوې او که دا کچه دوه اعشاریه یو ته ورسېږي، د نفوس کمېدل به هم ورسره پیل شي.د ۱۹۵۰ کال شمېرو له مخې یوې ښځې په اوسط ډول د عمر په اوږدو کې څلور اعشاریه اووه ماشومان زېږول.

اوس په واشنګټن کې د روغتیايي ارزونې او اندازې انسټیټوپ څېړونکو د ۲۰۱۷ کال شمېرو له مخې دغه کچه دوه اعشاریه څلور ښودلې.په (لانسیټ پروژې) کې د دوی خپره شوې څېړنه ښيي چې په ۲۱۰۰ کال کې به دا اندازه یو اعشاریه اووه ته ټیټه شي.

د همدې شمېرو په پایله کې څېړونکي اټکل کوي چې په ۲۰۶۴ کال کې به د نړۍ نفوس نهه اعشاریه اووه میلیاردو کسانو ته له رسېدو وروسته په کمېدو شي او د پېړۍ تر پایه به اته اعشاریه اته میلیاردو ته ټیټ شي.څیړونکي پروفیسر کرسټوفر مورای بي بي سي ته وویل:

"دا ستر بدلون دی، د نړۍ لویه برخه به د نفوس له طبیعي کموالي سره مخامخ شي".

ولې د نویو زېږېدونکو ماشومانو شمېر کمېږي؟

دا د نطفې له شمېر یا داسې نورو موضوعاتو سره چې د اولاد زېږون پر موضوع بحث کې ذهن ته راځي، هېڅ تړاو نه لري، بلکې سبب یې په کاري او تعلیمي ساحو کې د ښځو شمېر ډېرېدل بلل کېږي.

بل لامل یې هم د مېندوارۍ مخنیوي لارو چارو ته د لاسرسي زیاتېدل او د هغو ښځو شمېر ډېروالی دی چې نه غواړي ډېر اولادونه ولري.د ډېرو دلیلولونو پر بنسټ د اولاد زېږون کچې کمېدلو ته د بریالیتوب د کیسې په نظر کتل کېږي.

کوم هېوادونه به ډېر اغېزمن شي؟

د جاپان نفوس به په ۲۰۱۷ کال د ۱۲۸ میلیونو اوج ته له رسېدو وروسته د پېړۍ تر پایه د ۵۳ میلیونو ټیټې کچې ته ورسېږي.په همدې موده کې به د ایټالیا د نفوس کچه له ۶۱ میلیونو ۲۸ میلیونو ته ټیټه شي.

دا دوه هېوادونه د اسپانیا، تایلنډ او سویلي کوریا په ګډون د ۲۳ هېوادونو له هغې ډلې دي چې نفوس کې به یې تر نیمايي هم ډېر کموالی راشي. پروفیسر کرسټوفر مورای راته وویل، "دا بیخي حیرانونکې ده."

چین چې دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، په څلورو کلونو کې به یې د نفوس شمېر یو اعشاریه څلور میلیاردو کسانو ته راکم شي، چې په ۲۱۰۰ کې به بیا دا شمېر ۷۳۲ میلیونو ته ټیټ شي او هند به یې ځای ونیسي.

د برتانیا په هکله ویل کېږي چې ۲۰۶۳ کال کې به یې د نفوس کچه ۷۵ میلیونو ته ورسېږي، خو په ۲۱۰۰ کال کې به دغه کچه ۷۱ میلیونو کسانو ته راټیټه شي.

ولې دا ستونزه ده؟

یو ګومان دا وي، چې د نفوس لږوالی به چاپېریال ته ګټوره چاره وي، خو ماهرین یې یو بل اړخ ته اندېښمن دي.دوی وايي، له پنځه کلنۍ د کم عمره ماشومانو شمېر چې په ۲۰۱۷ کې ۶۸۱ میلیونه و، په ۲۱۰۰ کال کې به ۴۰۱ ته ټیټ شي، خو بل لور ته به له اتیا کلنۍ د پورته کسانو شمېر د ۲۰۱۷ کال د ۱۴۱ میلیونه پرتله په ۲۱۰۰ کال کې ۸۶۶ میلیونو ته پورته شي.

د ماهرینو اندېښنې دا دي چې د هغه مهال په داسې یوه نړۍ کې به چې اکثر اوسېدونکي به یې د ډېر عمر کسان وي، مالیې څوک ورکوي؟د دومره ډېر عمر لرونکو کسانو پالنه او درملنه به څوک کوي؟ ایا څوک به کولای شي، له کاره تقاعد واخلي؟

پروفیسر مورای وايي:

"موږ باید په ډېر احتیاط سره ګام پورته کړو".

څه حل شته؟

د برتانیا په ګډون ځینو هېوادونو د نورو سیمو خلکو ته په خپل هېواد کې د اوسېدو له اجازې ورکولو سره هڅه شوې د نفوس بې دریغه کموالي مخه ونیسي.خو که په ټوله نړۍ کې د نفوس کچه کمېږي، نو بیا دا هم حل نه شي بلل کېدای.

بل لور ته ځینو هېوادونو د ماشوم زېږولو پر مهال او د انعام په توګه د مېندو، پلرونو لپاره د نغدو پیسو او نورو مالي مرستو پالیسي خپله کړه، خو تر اوسه یې کوم څرګند توپیر نه دی لیدل شوی.

د بېلګې په ډول سویډن له دغسې ډېرو هڅه وروسته وتوانېد د زېږون کچه له یو اعشاریه اووه نه یو اعشاریه نهه ته پورته کړې، خو د ځینو نورو هېوادونو بیا دغسې هڅو هم ډېره په زړه پورې پایله نه درلوده.

سنګاپور مثلاً تر اوسه پورې یو اعشاریه درې کچه لري. څېړونکي د ښځو زدکړې مخنیوی او یا د مېندوارۍ مخنیوي وسایلو پرمختګونو له منځه وړل منفي چاره او ګواښ بولي.

پروفیسر سټین ایمیل وولسیټ وايي: "داسې ښکاري چې د نفوس لږوالي ته غبرګون په ډېری هېوادونو کې په یوه مهمه پالیسي بدل شوی، خو دې لړ کې باید هغه هڅې له پامه و نه غورځول شي، چې د ښځو روغتیا او د حقونو لپاره کېږي."

ځینې فکر کوي چې که هره یوه جوړه یانې مور او پلار دوه ماشومان ولري، ښايي د نفوس کچه په اوسنۍ بڼه پاتې شي، خو واقعیت دا دی چې له ټولو روغتیايي اسانتیاوو سره سره هم ټول ماشومان د بلوغ عمر ته نه رسېږي.

پر دې بنسټ په هغو هېوادونو کې چې د ماشومانو مړینې کچه لوړه ده، باید د زېږون کچه هم لوړه واوسي او د دې تر څنګ د ماشومانو د جنیست ناانډوله شمېر هم په ځینې هېوادونو کې د دوه اعشاریه صفر کچه دوه اعشاریه دوه ته د رسولو پر ځای دوه اعشاریه یو ساتي.

ماهرین څه وايي؟

د لندن پوهنتون کالج (یو سي ایل) پروفیسر ابراهیم ابوبکر وايي:

"که دغه وړاندوینې نیمايي هم کره واوسي، کډوالي د یوه فرصت په توګه د ټولو هېوادونو لپاره اهمیت مومي. د بریالیتوب لپاره پر نړیوال سیاست له سره غور کولو ته اړتیا ده. د هغو کسانو د وېش رول چې د کار کولو عمر لري د بشریت لپاره خورا اهمیت مومي چې سوکاله کېږي او یا مړژواندی کېږي".