افغانستان کې هرو زرو نوزیږدو ماشومانو کې ۴۹ یې مري

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, ‌بي بي سي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، د نوي ۲۰۱۹ کال پر لومړۍ ورځ په ټولیزه توګه ۳۹۵۰۷۲ ماشومان زېږي، چې ۳۲۲۷ یې افغانستان کې دي.

دغې ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د کال پر لومړۍ ورځ به یوازې سوېلي اسیا کې ۹۹۱۸۳ ماشومان وزیږي، چې پر همدې ورځ د ټولو زیږېدلو ماشومانو یو پر څلورمه برخه جوړوي.

په افغانستان کې د یونیسف مرستیال سټیفانو ساوي وايي: "نن د نوي کال لومړۍ ورځ ده، راځئ ټول پرېکړه وکړو چې هر ماشوم ته په ټولیزه توګه حق ورکړو، چې خپل ژوند له پوره حقوقو سره پیل کړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یونیسف دا رپوټ یو تخمین بللی چې وايي ښايي په اړه به یې پوره سروې نه وي کړې.

ددغه وزارت ویاند وحید مایار بي بي سي ته وویل، افغانستان کې په یوه کال کې یو میلیون او سل زره ماشومان زیږېږي، چې په زرو نویو زیږېدونکو ماشومانو کې ۴۹٫۶ ماشومان تر پنځه کلنۍ نه رسېږي.

ښاغلی مایار زیاتوي، په ۲۰۱‍۵ کال کې په زرو نویو ماشومانو کې ۵۵ ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مړه کېدل.

د یونیسف د شمېرو له مخې، لاندې هېوادونه، چې تر ډېره په اسیا او سوېلي اسیا کې موقعیت لري، ډېر ماشومان زیږېږي:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، د نوي کال پر لومړۍ ورځ د ډېری زیږېدلو ماشومانو نومونه الکسندر، عایشه، محمد او زینب اېښودل کېږي، خو په ګڼو نورو هېوادونو کې بیا ماشومان د نوم تر اېښودلو پورې د زیږېدو لومړۍ ورځ هم نه شي پایېدلی.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۷ کال شاوخوا یو میلیون ماشومان د هغوی د زیږون پر ورځ مړه شوي او ۲٫۵ میلیون نورو بیا د خپل عمر لومړۍ میاشت هم نه ده پوره کړې.

د یونیسف د څېړنو له مخې، ګڼ داسې ماشومان وو، چې له وخت مخکې د زیږون یا ساه لنډۍ له کبله مړه شوي دي.

د یونیسف د تېر ۲۰۱۸ کال د شمېرو له مخې، د افغانستان هرو ۲۵ نویو زیږېدونکو ماشومانو کې یې یو د زیږون پرمهال مري.

د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر نعمت الله امیري وايي، په افغانستان کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو د مړینې درې لاملونه دي: میکروبونه، د ساه نه اخیستل او له وخته مخکې زیږون.

وړاندې یونیسف ویلي وو، تر یوه کال کم عمره ماشومان چې ککړه هوا تنفسوي، د نورو ماشومانو پرتله یې ماغزه له ډېر خطر سره مخامخ دی.

د نوي زېږدو ماشومانو د مړینې تر ټولو ټیټې کچې

1 . پاکستان: ۱ په ۲۲ کې

2 . د مرکزي افریقا جمهوریت: ۱ په ۲۴ کې

3 . افغانستان: ۱ په ۲۵ کې

4 . سومالیا: ۱ په ۲۶ کې

5 . لیسوتو: ۱ په ۲۶ کې

6 . ګانا - بیساو: ۱ په ۲۶ کې

7 . جنوبي سوډان: ۱ په ۲۶ کې

8 . د عاج ساحل یا Côte d'Ivoire : ۱ په ۲۷ کې

9 . مالي: ۱ په ۲۸ کې

10 . چاډ: ۱ په ۲۸ کې

1 . جاپان: ۱ په ۱۱۱۱ کې

2 . آیسلینډ: ۱ په ۱۰۰۰ کې

3 . سینګاپور: ۱ په ۹۰۹ کې

4 . فینلینډ: ۱ په ۸۳۳ کې

5 . اسټونیا: ۱ په ۷۶۹ کې

6 . سلوانیا: ۱ په ۷۶۹ کې

7 . قبرص: ۱ په ۷۱۴ کې

8 . بیلاروس: ۱ په ۶۶۷ کې

9 . لیګزامبورګ: ۱ په ۶۶۷ کې

10 . ناروې: ۱ په ۶۶۷ کې

11 . کوریا جمهوریت: ۱ په ۶۶۷ کې