تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"اسراییلو پنځه دقیقې وخت راکړ چې له خپلو کورونو ووځو"
کمال نبهان چې کله تلیفون د خپل تره زوی ته ورکاوه، نو چیغې یې وهلې او پر هغه څه یې باور نه کېده چې په تلیفون کې نا پېژانده کس ورته ویلي وو.
سړي جبالیه کې د کډوالو کمپ کې مازیګر لمانځه ته په روانېدو وو، چې زنګ راغی او د یوې سترې ویجاړۍ د رامنځته کېدو خبرداری یې ورکړ.
د تره زوی یې عطاف خوا ته ورغی.
عطاف وايي: "ما له هغه تلېفون واخیست او په کرښه هغه کس سره مې خبرې وکړې. هغه وویل چې د اسراییلو د استخباراتو کس دی او تاسو پنځه دقیقې وخت لرئ چې کور خالي کړئ"
د دې خبرې په اورېدو حیران شو او اسراییلي زنګ وهونکي ته يې وویل، چې ښايي تېروتی وي ځکه چې ودانۍ له معلولانو ډکه ده.
عطاف وايي:" استخباراتي مامور وویل نه، سملاسي کور تش کړئ."
دا نهو میاشتو کې پر غزې د اسراییلو د تر ټولو سخت هوايي برید پنځمه ورځ وه.
د هدفي وژنو په نامه دې کمپاین د اسلامي جهاد، چې د فلسطین دویمه ځواکمنه ډله ده، شپږ مهم کسان ووژل.
یوازې د لومړۍ شپې برید کې ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.
د تېرې اوونۍ جګړو کې په غزه کې ۳۳ فلسطینیان او په اسراییلو کې دوه کسان ووژل شول.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې له ۱۲۰۰ ډېر فلسطینیان بې ځایه شوي دي.
د نبهان کورنۍ ته اسراییلو پر تلیفون خبرداری ورکړ، یو توغندی یې پر بلاک ور وتوغاوه او بلاک یې ویجاړ کړ.
مخکې له دې چې د تېرې شنبې پر ورځ ناوخته پر اوربند هوکړه وشي، اسراییلو په ورته ډول څو نور استوګنیز بلاکونه هم بمبار او ویجاړ کړل.
د ودانیو له بمبارۍ مخکې یې اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی و.
دا بریدونه چې ودانۍ او بلاکونه پرې له منځه وړي، په غزه باندې د دوې د بریدونو کارنده تکتیک دی.
اسراییل وايي، هغه ودانۍ چې دوی په نښه کړې، د اسلامي جهاد ډلې له خوا د راکټي بریدونو د "کنټرول او قوماندې" مرکزونو په توګه کارول شوې دي.
دوی وايي، پر تلیفون له کورونو د وتلو خبرداری یې د دې لپاره و چې ملکي خلکو ته د زیان اوښتو مخه ونیسي.
ځايي سرچینې پر دې باور دي، چې په دې ودانۍ کې یو وسله وال اوسېده، خو داسې نه ده چې دا دې کوم عملیاتي مرکز و.
د بشر حقونو ډلې دا ډول بریدونه چې استوګنیز بلاکونه پکې په نښه او ویجاړیږي، غندي او له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه یې بولي.
یو بل اوسېدونکي هم چې د کور د تشولو خبرداری یې ترلاسه کړی و، له اسراییلي ځواکونو وغوښتل چې پر استوګنیزو بلاکونه دې بریدونه نه کوي.
د جبالیې ودانۍ ټوله نړېدلې وه، یوه زینه چې خلک پرې د تېښتې پر مهال تېرېدل، د نړېدلي دېوال څنګ ته کږه پرته وه.
ګاونډیانو خلک له نړېدلو کورونو را ایستل او د اتو کورونو لږ تر لږه ۵۰ کسان یې را و ایستل.
د مرستندویه ډلو په وینا، په ودانۍ کې پنځه معلول کسان هم وو.
دوی زیاتوي چې د دغو معلولو کسانو ځینې ویلچیرونه او ځانګړي بسترونه او درمل هم په هوايي بریدونو کې له منځه تللي دي.
د غزې د بیارغاونې بنسټ اجرایوي رییس جمال الروزي چې زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره راغلی و، وايي د دوی ډله به خوراکي او نورو طبي توکو په ګډون مرستې برابرې کړي.
نوموړی وايي "زه غوسه یم او درد احساسوم، لږ تر لږه ملکي وګړو او معلولو کسانو سره داسې باید و نه شي."
د کمال نبهان یوه بل تږدې خپلوان هم په ویجاړیو کې پناه اخیستې او ځان یې خوندي کړی. رحمه نبهان او مېړه یې یاسر تر نړېدلي چت لاندې ناست دي او خپله کوچنۍ لور "جوري" چې ژاړي غلي کوي.
رحمه وايي: "د مېړه خویندې مې معلولې دي، ان پر خپلو سرونو پړوني نه شي سمولای چې خپل سر پټ کړي، ویلچیرونه یې هم تر ویجاړیو لاندې شوي."
نوموړې زیاتوي:"ټولو معلولو کسانو منډې وهلې، ولې مو باید کور ویجاړ شي؟ آیا توغندي دغو معلولانو توغولي؟ څه چې روان دي مونږ پکې هېڅ کار نه لرو."
د رحمه ټول کور ویجاړ شوی - هغه وايي: "مونږ هېڅ چېرته نه ځوو. تر لمر لاندې کینوو، همدلته ویده کېږو او له خپله کوره نه وځو."
آغلې رحمه له نړیوالې ټولنې او د فلسطین له ولسمشره محمود عباس غواړي چې ورسره ودرېږي او کورونه یې بېرته ورغوي، ځکه د تللو لپاره بل هېڅ ځای نه لري.
د مصر په منځګړتوب د شنبې ورځې اوربند لا دوام لري، خو له هغې راهیسې چې په اشغال شوې لویدیزه غاړه کې د ۲۰۲۱ کال په می کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه تر غزې رارسېدلې دا تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی.
د تېرې اوونۍ بریدونو د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له سیاسي پلوه پیاوړی کړی.