عمران خان ولې ونیول شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرحت جاوېد او جویل ګوینتو
- دنده, بي بي سي - اسلام اباد او سنګاپور
د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان، چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري، د حکومت له څو میاشتو ناکامو هڅو وروسته بالاخره پر سې شنبه ونیول شو.
خو دې پېښې نه یوازې د ښاغلي خان پلویان غوسه کړل، بلکې ټول هېواد یې حیران کړ، چې سیاسي بې ثباتۍ له کبله د پاڼ ژۍ ته رسېدلی.
له دې مخکې په مارچ میاشت کې یوې محکمې د نوموړي توقیفولو امر وکړ، خو په لاهور کې د نوموړي پلویانو او پولیسو تر منځ له اخ و ډب وروسته هغه هڅه ناکامه وه.
تېره ورځ بیا په داسې حال کې چې دا ۷۰ کلن سیاستوال په یوه محکمه کې و، د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر کسانو چې بلوا ضد یونیفورم یې اغوستي وو، ونیو، تر ګاډي یې بدرګه کړ او له ځان سره یې ولېږداوه.
کله چې ښاغلی خان پروسږ کال د باور رایې اخیستو کې له ناکامۍ وروسته بې واکه شو، نو د فساد او بغاوت په ګډون له لسګونو تورونو سره مخامخ دی، ځکه یې نیول کېدل ناڅاپي پېښه نه بلل کېږي.
عمران خان ولې ونیول شو؟
پاکستاني چارواکي وايي، نوموړی د فساد په هکله د یوې قضیې پلټنو کې له چارواکو سره د همکارۍ نه کولو له کبله نیول شوی. په دې قضیه کې پر عمران خان تور دی، چې کله لومړی وزیر و، د سیاسي ملاتړ بدل کې یې ځمکه د رشوت په توګه ترلاسه کړې.
دا قضیه په پاکستان کې د ځمکو پیر او پلور یوه خورا لوی کاروباري ملک ریاض حسین له لوري د پیسو (سپینولو) په تړاو د جرمونو مخنیوي لپاره د بریتانیا ملي ادارې د یوې پلټنې پر شاوخوا راڅرخي.
ادعا کېږي، چې ملک ریاض دا ځمکه د القادر ټرسټ په نامه ادارې ته ورکړې وه، چې ملکیت یې د عمران خان دریېمه مېرمن بشری بي بي سره دی.
عمران خان بیا دا تورونه ردوي او په وینا یې هغه ځمکه د خیریه چارو لپاره ورکړل شوې وه.
ملک ریاض حسین د پیسو سپینولو خبره ردوي، خو القادر ټرسټ ته د ځمکې ټوټې ورکولو په هکله یې دریځ څرګند نه دی. نوموړی د سږ کال په لومړیو کې په همدې قضیه کې محکمې ته ورغی، خو دریځ یې ولس ته نه دی ښوول شوی او نه هم له رسنیو سره شریک شوی.
له نیول کېدو وروسته بیا عمران خان د فساد په یوه بله قضیه کې هم تورن شوی. دې کې ویل کېږي، چې نوموړي هغه پیسې نه دي څرګندې کړې، چې بهرنیو هېوادونو ته یې د لومړي وزیر په توګه د سفرونو پر مهال د ترلاسه شویو ډالیو له پلورلو موندلې دي.
په دې قضیه کې د چارشنبې پر ورځ لومړی ځل پر ښاغلي خان لګېدلي تورونه برالا شول، خو نوموړي ترې انکار کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
شنونکي په دې باور دي چې له نیول کېدو وروسته ښايي محکمې پر ښاغلي خان یو شمېر تورونه ولګوي. دا داسې څه دي، چې عمران خان له څو میاشتو راهیسې ترې ځان ساتلی و.
دی به کله د محکمې له غوښتنې سره سره نه حاضریده یا به یې له نیول کېدو مخکې ضمانت ترلاسه کاوه. د سې شنبې پر ورځ هم نوموړی د ضمانت موندلو لپاره محکمې ته ورغلی و، چې بالاخره ونیول شو.
خو داسې ښکاري چې خپله ښاغلی خان د دې لپاره چمتو و، ځکه کله چې ونیول شو، یو داسې ویډیويي کلیپ یې خپور شو، چې مخکې ثبت شوی و او پکې نوموړی وايي، کله چې یې پلویان دا کلیپ ګوري، دی ښايي نیول شوی وي.
داسې احتمال هم شته، چې ښاغلي خان او مدافع وکیلانو یې د محکمې له ودانۍ د نوموړي نیول کېدو تمه نه کوله، ځکه دی د ضمانت لپاره مخکې هم دې ودانۍ ته ورغلی و.
خو دا ځل د نیولو امر د پولیسو پر ځای نیمه پوځي یا ملېشه ځواک (پنجاب رېنجرز) له ځان سره راوړی و. د ښاغلي خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران او پلویان ادعا کوي چې دا د عمران خان نیولو په قضیه کې د پاکستاني پوځ ښکېلتیا ښيي.
دوی وايي، د ښاغلي خان نیول له فساد سره ډېر سروکار نه لري، بلکې دا اصلاً په ولسي کچه د عمران خان او پوځ تر منځ د جنجال پایله ده.
نوموړي پر پوځ او د دې ادارې پر استخباراتي څانګې انټرسروسز انټلیجنس (ای اېس ای) د هغه برید دسیسې چمتو کولو تور هم پورې کړی، چې پر نوموړي پروسږ کال وشو او دې ترې روغ ووت.
د پاکستان پوځ جنرالان چې په ۱۹۴۷ کال کې د هېواد له خپلواکۍ وروسته درې ځله واکمني کړې، له اوږدې مودې راهیسې د دې هېواد په سیاست کې مهم رول لري. خپله د عمران خان په هکله باور کېږي، چې کله لومړی وزیر و، د دوی ملاتړ ورسره و.
څه ډول احتمالات شته؟

د عکس سرچینه، EPA
خو د کرېکټ لوبغاړي په توګه د نوموړي رول او بیا یې شخصي کریزما د محبوبیت یوې داسې کچې ته ورساوه، چې په دا تېرو څو کلونو کې یې پاکستان کې ساری نه دی لیدل شوی.
د عمران خان په تړاو سیاسي بې ثباتي له څو میاشتو راهیسې پاکستان کې یو ډول مفلوج حالت رامنځته کړی.
د ۲۳۱ میلیونو خلکو دا په اتومي وسله سمبال هېواد وار له مخه د خوړو له لوړو بیو، اوږد مهاله اقتصادي کړکېچ او سخت تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دی.
د پیسو له نړیوال صندوق ای ایم سره پاکستان ته د پور ورکولو پر سر خبرې چې پاکستان ورته سخته اړتیا لري، په ټپه ولاړې دي او ټولټاکنې چې سږ کال په پلان کې دي، د سیاسي اړودوړ له کبله نامعلوم برخلیک سره مخامخ ښکاري.
شنونکي په دې اند دي چې د عمران خان نیول یوازې بې ثباتي پسې ډېروي او د مخکیني لومړي وزیر او حکومت-پوځي مشرتابه تر منځ د جنجال حل شونتیا لا پسې کموي.
بل لور د ۱۳ غړو ګوندونو ائیتلافي حکومت چې مشري یې لومړی وزیر شهباز شریف کوي وايي، ''له توقیف سره هېڅ تړاو نه لري. ''
ځینې بیا وايي، که نوموړی محکوم شي، دا به حکومت ته ځکه ګټه وکړي، چې ښايي پر نوموړي د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې د برخې نه اخیستو بندیز ولګول شي.
د پاکستاني سیاست اوج ته د ښاغلي خان رسېدل هم چټک او ژر له برمه غورځېدل هم د نوموړي د سپورتي ژوند په څېر و. نوموړی وتوانېد لومړي وزارت ته له رسېدو وروسته د یوه عیاش کرېکټ لوبغاړي پر ځای د ځان په تړاو عمومي تصور یوه تقوی لرونکي سیاستوال ته بدل کړي.
خو پوځ چې د ډېرو په باور واک ته د رسېدو په لار کې یې د عمران خان ملګرتیا کوله، اوس د دواړو لوریو له انکار سره سره داسې ښکاري چې بل لور ته تمایل لري.
دا به د عمران خان او یا پاکستان لپاره څه مانا ولري، تر اوسه ځکه معلومه نه ده، چې څوک نه پوهېږي، پاکستان په څومره اوبو کې دی.










