تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه مذهبي ډله چې مشرانو یې خپل پلویان ډله ییزې ځان وژنې ته هڅولي وو
کینیا کې د یوې مذهبي ډلې د غړو ډله ییز قبر موندل شوی دی.
دې قبر کې د ۸۰ انسانانو هډوکي موندل شوي چې ښکاري د یادې شوې مذهبي ډلې کلک پیروان وو.
د یادو لسګونو کسانو د مرګ لامل د دوی په ذهنونو کې د مذهبي مشرانو ژور نفوذ او خپله د دې پيروانو ساده والی بلل شوی.
کینیا کې د دغې مذهبي ډلې مشر خپلو پیروانو ته لارښوونه کړې وه، چې د دنیا ژوند پرېږدي او لوږې ته دې مخه کړي، چې مرګ ته ورلغاړې وځي.
د مذهبي مشر لارښونې نتیجه ورکړه او خپلې موخې ته ورسېد چې له امله یې څه باندې ۸۰ کسان مړه شول او ځان وژنه یې وکړه.
له بده مرغه دا هغه کیسه ده، چې تېرو وختونو په بیا با پېښه شوې ده.
دې راپور کې مو درې داسې هېښونکې پېښې را اخیستې دي، چې مذهبي مشران د قیامت اړوند مذهبي اندونو او ژغورنې پر بنسټ خلک په ډله ییز ډول ځان وژنې ته هڅوي.
'د خلکو معبد' او جیم جونز
د خلکو معبد په نوم یوه مذهبي ډله په ۱۹۵۰ کال کې جوړه شوه.
د محرمیت تر بار لاندې د دې ډلې د مشر نوم جیم جونز و.
جونز غوښتل یو 'ټولنیز جنت' جوړ کړي، چې د توکم یا نژاد په نوم هېڅ په کې نه وي.
د نوموړي دا ارمان په خپل هېواد کې پوره نه شو.
په ۱۹۷۵ کال کې جیم جونز د خپلې مذهبي ډلې ۹۰۰ کسان په دې قانع کړل چې وینزویلا ته نژدې ګیانا ته کډه شي.
ده هلته د جونز ټاون یا جونز ښارګوټي په نوم ټولنه جوړه کړه.
د وخت په تېریدو سره د جیم جونز په خبرو او کړنو کې بدلون راغی.
نوموړي د خپل خیالي جنت پر وړاندې سي ای اې ګواښ ګڼله، بې بنسټه ادعاوې به یې کولې چې د سي ای اې له خوا ورته ګواښ پېښ دی.
دغه مذهبي ډله له خپلو غړو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورنه شوې وه.
دوی په ډله ییزه ټوګه د ځان وژلو لړۍ پیل کړه.
د جونز په دې کړنو د کالیفورنیا د کانګرس غړی لیو ریان خبر شو او د حالاتو ارزونې په موخه د جونز ښارګوټي د لیدنې پلان جوړ کړ.
د یادې مذهبي ډلې غړو وار له مخې لیو ریان او ملګري یې ووژل.
له دې پېښې وروسته جیم جونز د خپلې ډلې ټول غړي ور وبلل چې وروستۍ ډله ییزه ځان وژنه وکړي.
دوی هغه شپه چې ډله ییز ځان وژنه به یې په کې کوله، "سپینه شپه" نومولې وه.
ایف بي ای د جونز هغه غږ اوریدلی و، چې خپلو پيروانو ته یې ویل، "راځئ دا ختم کړو، دا درد پای ته ورسو."
د ډله ییزې ځان وژنې په دې پېښه کې د ۳۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ کسان ووژل شول.
ویل کېږي، ځینې کسان د خپلې خوښې خلاف ځان وژنې ته اړ شوي وو.
یو شمېر خلک ترې ژوندي وتلي وو چې له پېښې وروسته یې ځانونه پټ کړل.
جیم جونز هم مړ موندل شوی و. داسې ښکاریده، چې په سر یې مرمۍ لګېدلې وي.
دا ټول وژنه په تاریخ کې تر ټولو لویې ځان وژنې په نوم یادېږي.
ډیویډ کوریش او برانچ ډیویډیان
د برانچ ډیویډیان مذهبي ډله په ۱۹۵۵ کال د امریکا په ټیکزاس کې واکو ته نژدې جوړه شوه.
دا ډله په اصل کې له یوې بلې مذهبي ډلې راوتلې هغه وه.
په ۱۹۸۱ کال کې یو ځوان ورنون هاویل چې کم عمر کې د جنسي اړیکو پاللو له کبله جرمي ریکارډ جوړ کړی و، له یادې ډلې سره یو ځای شو.
هاویل خپل نوم ډیویډ کوریش ته واړوه چې له انجیل سره اړخ ولګوي.
همدې مذهبي ډله کې دننه د مشرۍ د واک پر سر سیالۍ کې کوریش برلاسی شو او نورو ته یې په ظاهره وښوده چې له پیغمبرانو سره نژدې اړیکه لري یا په عامه اصطلاح په خوبونو کې ورځي.
ډیر ژر کوریش خپل ځان وروستی پیغمبر اعلان کړ او د قیامت د را رسېدو وړاندوینه یې پیل کړه، د عام ولس په خبره د قیامت نښې یې یوه یوه په کوته کولې.
کوریش د قیامت ورځې لپاره په چمتوالي پیل وکړ او د خداي لښکر په نوم یې یوه ډله جوړه کړه چې وسلو راټولولو ته یې کار ووایه.
کوریش خپله مذهبي ډله کې له بېلابېلو ښځو سره څو ودونه د نکاح یا مذهبي واده په نوم دود رامنځ ته کړ.
نوموړی خپله له همدې ډول ودونو د لس بچو پلار شو.
دا ځای د جنسي ځورونې او د وسلو د قاچاق د تورونو له امله د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت لخوا محاصره شوی و.
هغه مهال د امریکا حکومت د یادې ډلې د اوسېدو سیمه د جنسي ځورونې او د وسلو د قاچاق په تور محاصره کړه.
هغه وخت شاوخوا ۷۶ پوځیانو پر دغه سیمه چاپه اچولې وه.
دې چاپې ۵۱ ورځې دوام وکړ او ورسره هممهاله مذاکرات هم روان و چې له کبله یې یادې مذهبي ډلې یو شمېر ځوانو سیمه ییزو خلکو ته اجازه ورکړه چې د محاصرې له سیمې بهر شي.
د اپرېل په ۱۹مه نېټه د دواړو خواوو ترمنځ نښتې وشوې چې په ترڅ کې یې لومړی اوښکې بهونکی ګاز او بیا منظمې ډزې وشوې او بیا ناڅاپه په یاد ځای کې اور ولګېد.
په څو شېبو کې د مذهبي ډلې ځای ځایګی وران شو او ۷۹ غړي یې ووژل شول.
د اور لګیدنې علت معلوم نه دی، خو کوریش له دې مخکې په سر د مرمۍ لګېدو له کبله مړ شوی و.
څرګنده نه ده، چې هغه ځان وژنه کړې وه او که وژل شوی و.
د جنت دروازه
د انټرنیټ له عمر سره هممهاله دا مذهبي ډله رامنځ ته شوې او د لومړي ځل لپاره همدې ډلې ټيکنالوژي د خپلو تبلیغاتو او خیالاتو خپرولو لپاره وکاروله.
دغې ډلې له همدې لارې ښیې پیسې وګټلې.
نوموړې ډله په ۱۹۷۰ کال کې د مارشال ایپل وائټ او د هغه میرمنې بوني نیټلز لخوا رامنځته شوه.
بوني نیټلز یوه نرسه وه او له مارشال سره یې د رواني ناروغانو په یوه هوساینځای کې ولیدل.
دوی په متحده ایالاتو کې وګرځیدل، ان پایله کې په سویلي کالیفورنیا کې خپله ډله جوړه کړه.
بوني په ۱۹۸۵ کال کې مړه شوه.
مارشال خپلو پیروانو ته وویل، چې 'خدای یو فضايي مخلوق دی' او ' نړۍ پای ته نږدې شوې'.
په خپلو بیانونو کې، هغه د ساینسي افسانې او مذهبي نظریاتو ترکیب وړاندې کړ.
هغه خپلو پیروانو ته وویل: "د هغه روح به په فضا کې راڅرګند شي او د تکامل بل پړاو ته به ورسېږي."
د ۱۹۹۷ کال د مارچ په ۲۶، پولیسو د مارشال په ګډون د یادې ډلې ۳۹ پلویانو مړه وموندل.
د دوی مړي په پلاستیکي بوجیو کې نغښتي وو او تورې او سپین رنګه جامې یې په تن وې او د نایک کمپنۍ بوټان یې په پښو وو.