تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند راجستان کې د یوه کس له سر پرې کولو وروسته وضعیت ترینګلی دی
له هغه وروسته چې د هند په راجستان ایالت کې دوو مسلمانانو یو هندو سړی وواژه، دغه ایالت اوس هم د تیارسئ په حالت کې دی.
اعلی وزیر اشوک ګیهلوټ له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې ارام واوسي او د بریدګرو پر ضد یې د سختو اقدماتو ژمنه کړې ده.
وژل شوی سړی کنهیا لال نومېد، چې خیاط و او په شمالي ښار اودی پور کې د سې شنبې پر ورځ وژل شوی دی. بریدګرو د نوموړي وژلو صحنه په ویډیويي کلیپ کې ثبت کړې او بیا یې دا کلیپ پر انټرنېټ خپور کړی دی. بریدګرو ادعا کړې چې کنهیا لال یې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) په هکله د یوه سیاستوال ناندریزو څرګندونو ملاتړ له کبله وژلی دی.
د هند ترهګرۍ ضد فدرالي اداره د دې پېښې پلټنه کوي. یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په دې هکله خبریالانو ته ویلي، داسې لومړني ثبوتونه موندل شوي چې ښيي له تورونو کسانو یو په پاکستان کې له یوې ډلې سره اړیکي لري. د یادونې ده چې اسلام اباد دا تورونه ردوي او 'شرارت ' یې بولي.
په اودی پور کې د بي بي سي خبریال نیتن سریواستوا وايي، د ښار لارو، کوڅو کې هېڅوک نه لیدل کېږي او ځايي اوسېدونکو سره د احتمالي مذهبي تاوتریخوالي ډېرېدو وېره ده.
د بي بي سي خبریال زیاتوي ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په ښار کې ځای پر ځای شوي دي او پولیس افسران پرلپسې د سولې او امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي. بل لور د ځايي اوسېدونکو په هکله ویل کېږي چې ګرځبندیز ته یې چمتوالی نه درلود او اوس د لومړنیو اړتیاوړ توکو پوره کولو په لړ کې له ستونزو سره مخامخ دي.
حکومت انټرنېټ شبکه بنده کړې ده او پر لویو غونډو یې بندیز لګولی دی. پولیسو هغه دوه کسان نیولي چې په ویډیويي کلیپ کې یې ځان معرفي کړی. په یوه بل ويډیويي کلیپ کې دوی پر خپله کړنه ویاړ څرګندوي او لومړي وزیر نرېندرا مودي ته ګواښونه کوي.
د راجستان پولیسو یوه مشر له رسنیو غوښتي چې دا ویډیو خپره نه کړي، ځکه په وینا یې 'کتل یې خورا وحشتناک دي. '