ترکیه زلزله؛ د یوه مشهوره فوټبالر کرېسټیان اټسو مړی موندل شوی دی

ترکیه زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د یوه مشهوره فوټبالر کرېسټیان اټسو مړی له دوه اونۍ لادرکۍ وروسته په ترکیه کې موندل شوی دی. د هغه مړی په یاد هېواد کې له زلزلې ۱۲ ورځې وروسته د خپل ویجاړ شوي کور له کنډوالې راویستل شوی دی.

۳۱ کلن اټسو د ګانا نړیوالې لوبډلې ترڅنګ د ایورټن، چیلسي او نیوکاسل کلبونو سره لوبې کړي دي.

اتسو د فبرورۍ له شپږمې راهیسې ورک و. استازي یې ویلي، د ترکیې د هاتای ولایت په انتاکیا کې د زلزلې پرمهال خپل کور کې و.

بلخوا ترکیې کې مرستندویانو لږ تر لږه درې هغه کسان ژوندي ژغورلي دي چې ۱۱ ورځې مخکې د سختې زلزلې له کبله د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې شوي وو.

هاکان یاسینوګلو د جمعې پر ورځ مرستندویانو په هتای سیمه کې له زلزلې ۲۷۸ ساعته وروسته تر ورانې شوې ودانۍ لاندې ژوندی وموند.

یو بل زلمی چې عثمان حلیبايي نومېږي او یو ۳۴ کلن سړی مصطفی اویسي په انتاکیا سیمه کې ژغورل شوي دي.

مسوولین وايي، د هاکان یاسینوګلو ژغورنې په څېر پېښې ښايي کمساري وي.

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

د عکس تشریح، مسوولین وايي، د هاکان یاسینوګلو ژغورنې په څېر پېښې ښايي کمساري وي.

د ښاغلي اویسي پلار رویټرز خبري اژانس ته وویل: ''رښتیا وایم، هېڅ هیله مې نه کېده، دا رښتیا هم یوه معجزه ده. ګومان مې نه کاوه، دلته به نور څوک ژوندي پاتې وي. ''

د ښاغلي اویسي لور له زلزلې ایله څو ساعته مخکې زېږېدلې وه او کله چې نوموړی روغتون ته لېږدول کېده، د ویډیو کال له لارې یې لور ولیده.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ښاغلي اویسي مېرمن د زلزلې پر مهال له ماشومې سره له کوره په وتلو بریالۍ شوې وه، خو دی تر ودانۍ لاندې شوی و.

د جمعې پر ورځ ناوخته بیا له ښاغلي اویسي سره د سویلي میرسین ښار په روغتون کې مېرمن یې او ماشومه المیل هم یو ځای شوې.

د ماشومې المیل کورنۍ له زلزلې ۱۱ وروسته روغتون کې یو ځای شوه.

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

د عکس تشریح، د ماشومې المیل کورنۍ له زلزلې ۱۱ وروسته روغتون کې یو ځای شوه.

دغه کسان په داسې حال کې ژوندي ژغورل شوي چې تر اوسه د دې ۷.۸ درجې زلزلې له کبله په ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱ زره کسانو ته رسېدلی او داسې اندېښنه شته چې ښايي دا شمېر خورا زیات شي.

د وخت له تېرېدو سره د مسوولینو هغه هیله په مړاوي کېدو ده، چې ښايي د وراتو، ویجاړو ودانیو تر خاورو، خځلو لاندې به نور ژوندي کسان وژغورل شي.

د دې یو لامل دا ښوول کېږي چې انسانان له اوبو پرته تر ډېره ژوندي نه شي پاتې کېدای او ماهرین وايي، ډېری ژوندي پاتې کسان په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې ژغورل کېدای شي.

بل له لور په ګاونډي هېواد کې سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له څو ورځو راهیسې نه دی بدل شوی.

هلته د سر ډېری زیان د هېواد په شمال لوېدیځو سیمو کې رامنځته شوی، چې د حکومت مخالفینو تر کنټرول لاندې دي او ویل کېږي هلته د مرستو رسېدو بهیر هم سوکه روان دی.