د صربستان او کوسوو ترمنځ کړکېچ؛ امریکا او اروپايي ټولنې ترې د زغم غوښتنه کړې
د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د صربستان او کوسوو ترمنځ د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو له دواړو هېوادونو د 'حد اکثر' زغم غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې او امریکا له دغو هېوادونو غوښتي چې د یو بل له "پارولو او ګواښلو" ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کوسوو پولیسو صرب توکمو لخوا سرحدي سیمو کې د سړکونو تر تړل کېدو وورسته صربستان سره اصلي مواصلاتي لار هم تړلې ده.
د دغه هېواد لومړي وزیر البین کورتي ویلي د ناټو سوله ساتي ځواکونه باید ژر دغه موانع او خنډونه لېرې کړي.
له دې سره د صربستان پوځ بیا "د تر ټولو لوړې کچې تیارسي حالت" اعلان کړی دی.
د دغه هېواد ولسمشر الکساندر ووچیچ ويلي "د خپلو خلکو او صربستان خوندیتوب لپاره به هر راز ګام پورته کړي."
د صربستان ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې ګوندې د کوسوو حکومت د دغه هېواد شمال کې پر صرب مېشتو سیمو د "برید" پلان لري.
د دغو رپوټونو له خپرېدو وروسته د خطر زنګ کړنګول شوی دی.
د کوسوو حکومت دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو وړاندې یې ښاغلی ووچیچ تورن کړی و چې ګوندې د ربړې رامنځته کولو لپاره یې "لوبه" پیل کړې.
کوسوو چې اکثریت وګړي یې البانیايي توکمه دي، د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو له جګړې وروسته له صربستان جلا شو.
خو صربستان او ان پخپله کوسوو کې مېشت صربان یې د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني.
د کوسوو شمال کې شاوخوا ۵۰ زره صربان ژوند کوي.
اوس بلګراد تور پورې کړی چې ګوندې کوسوو د دې سیمې او هلته د مېشتو صربانو خلاف د ترهګرۍ دسیسه جوړه کړې ده.
خو بلخوا کوسوو بیا وايي بلګراد د هغې 'ملېشې' ملاتړ کوي چې د ډسمبر پر ۱۰مه یې د دغه هېواد د شمال صرب مېشتو سیمو کې د تګ راتګ اصلي لارې تړلې دي.
بلګراد څو ورځې وړاندې تر هغې وروسته کوسوو سره پر پوله پوځیان ډېر کړل چې هلته د ډزو د یوې پېښې اړوند ضد و نقیض رپوټونه خپاره شول.
ویل شوي چې دا پېښه مرګژوبله نه لري.
صربستان دا رپوټونه کوزوو کې د مېشتو صربانو د ادعا پر بنسټ خپاره کړي، چې ویلي یې دي برید پرې شوی. خو د کوسوو چارواکو دا ادعا رد کړې.
ظاهرآ داسې ښکاري چې صربستان له دغو رپوټونو سرحدي سیمو کې د خپل پوځي حضور پیاوړتیا لپاره د پلمې ګټه اخلي.
که څه هم صربستان له دوشنبې خپل پوځ ته د تیارسي امر کړی، خو کوسوو سره یې کړکېچ تر اوسه یوازې تر لفظي ناندریو محدود دی.
د کوسوو حکومت ګواښ کړی چې که د ناټو سوله ساتي ځواکونه د صربانو لخوا رامنځ ته شوي خنډونه لېرې او لارې خلاصې نه کړي، پخپله به لاس په کار شي.
ناټو کوسوو کې شاوخوا ۳ زره ۷۰۰ سوله ساتي ځواکونه لري.
دغو ځواکونو له کلونو راهیسې دې سیمه کې د سولې ټینګښت کې مهم نقش لوبولی دی.
اوس د نړۍ تر ټولو دغه ځواکمن پوځي اېتلاف هم له ټولو خواو غوښتي چې له پاروونکو ګامونو ډډه وکړي.
بلخوا اروپايي ټولنې چې کوسوو کې د قانون پر حاکمیت د څار ماموریت پر مخ وړي، خبرداری ورکړی چې د دې ټولنې پر پولیسو هر راز احتمالي برید او نور مجرمانه اقدامات به ونه زغمي.
کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې له صربستانه په یو اړخیز ډول خپلواکي اعلان کړې او تر هغې را وروسته د دوی ترمنځ کړکېچ وخت ناوخت زیاتېږي.
خو له تېرو څو میاشتو راهیسې وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی دی او د کوسوو صربانو د دغه هېواد چارواکو سره همکاري درولې ده.
کوزوو بلګراد تورن کړی چې ګوندې د روسیې په امر بالکان سیمه کې د ستونزو جوړولو هڅه کوي او په دې توګه غواړي د نړۍ پام د اوکرایین له جګړې واړوي.
د امریکا او اروپايي ټولنې استازي له تېرو څو اوونیو راهیسې د دغو هېوادونو ترمنځ پر تګ راتګ بوخت دي، خو تر اوسه نه دي توانیدلي چې دواړه خواوې د خبرو اترو مېز ته کېنوي.
بلګراد د ناټو له سوله ساتو ځواکونو غواړي چې د کوسوو شمال کې مېشت صربان خوندي کړي او پریشتینا بیا ترې هلته پر لارو او سړکونو د اېښودل شویو خنډونو د پورته کولو غوښتنه کوي.








