اسلام اباد کې پر امنیتي کسانو ځانمرګی برید شوی

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی دی. د لومړنیو مالوماتو له مخې، په دغه برید کې د یوه پولیس او ځانمرګي په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د اسلام اباد د پولیسو مشر سهیل ظفر چټه وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې په ای-۱۰ څلورم سیکټر سیمه کې پولیسو یو شکمن ټيکسي تلاشۍ ته ودراوه.

د ښاغلي چټه په خبره، لا پولیس د موټر پر پلټلو لګیا وو چې په ګاډي کې یوه ناست کس چاودنه رامنځ‌ ته کړه.

دی وايي، له دې سره په موټر کې ناسته یوه ښځه او پخپله ځانمرګی بریدګر ځای پر ځای ووژل شول او تر څنګ یې تلاشي کوونکی پولیس هم له منځه لاړ او څلور نور امنیتي کسان ژوبل شول.

په سیمه کې د دوو ښاریانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په برید کې د وژل شوي پولیس نوم عدیل حسین ښودل شوی خو د بریدګر پېژندګلو لا نه ده شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله بیا ویلي چې له راولپنډۍ یو "له باروتو ډک موټر" د جمعې په د ای جي پي سړک لا لارې اسلام اباد ته ورغلی و چې "ترهګر سړی او ښځه" پکې سپاره وو.

ده زیاته کړې چې دغه ګاډی د "لوړ پوړو په نښه کولو" لپاره اسلام اباد ته لېږل شوی و.‌

تر دغه برید وروسته په اسلام اباد ښار کې امنیتي کسانو ته د تیارسئ امر شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او له مسولانو یې د پېښې جزیات غوښتي دي.

له برید وروسته سیمه کلابنده شوې او ورڅېرمه لارې د ترافیکو او د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د اسلام اباد پولیسو مشر سهیل ظفر چټه وايي چې د پېښې پلټنه یې پيل کړې ده او په اړه به یې نور جزیات وروسته په ډاګه شي.