تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین لسو کلونو کې لومړی ځل کلنی خبري کنفرانس لغوه کړ
د روسیې حکومت اعلان کړی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره کلنی خبري کنفرانس لغوه کړی او کوم ښکاره دلیل یې نه دی ویلی.
خو د کرملین ویاند دمتري پیسکوف هیله ښودلې چې "ولسمشر به بالاخره پای کې له رسنیو سره د خبرو موکه ومومي".
مسکو ددغه کلني خبري کنفرانس د لغوه کولو لامل نه دی یاد کړی، خو دا پرېکړه له تېرې فبرورۍ راهیسې پر اوکرایین د ولسمشر پوتین د یرغل پیلولو له پرېکړې وروسته پر روسانو د ډېرېدونکې اندېښنې په درشل کې شوې ده.
له هماغه وخت راهیسې روسي ځواکونو ته چې په اوکرایین کې پوځي عملیات کوي، په ځمکنۍ جګړه کې سخته مرګژوبله وراوښتې ده.
پیسکوف وویل: "د خبري کنفرانس په تړاو، هو د نوي کال له پیلېدو مخکې به جوړ نه شي".
خو دی زیاتوي چې ولسمشر پوتین به له رسنیو سره خبرو ته وخت ومومي او ټینګار یې دا دی چې هغه به "دا کار په دوراني ډول وکړي".
په تېرو لسو کلونو کې مسکو کې د ولسمشر پوتین کلني خبري کنفرانس ته لسګونه روسي او بهرني خبریالان ورتلل او د څو ګړیو لپاره به یې روان و.
پوتین تر خپله وسه هڅه کوي چې د یوه مشر په توګه پر ملي تلوېزیون خپل پیغام ورسوي.
روسي مخالفانو - د وینا د ازادۍ د نشتوالي په درشل کې - ویلي د پوتین خبري کنفرانس هغو سینمايي نندارو ته ورته دی چې د کرملین خواخوږي خبریالان پکې تر ډېره د واکمن مشر پر وړاندې محتاطانه او له مخکې پلان شوې پوښتنې کوي.
دوی وايي دا ډول کنفرانسونو ته ځینې خپلواک خبریالان ورځي، خو تر ډېره د پوښتنې موکه نه ورکول کېږي او داسې فضا رامنځ ته کېږي لکه دوی چې هېڅ کنفرانس ته نه وي حاضر شوي.
دغه ډول کنفرانس کې د مهمو خبرو اورېدو لپاره نړیوال سیاسیون هم لېوال وي، چې پوه شي پوتین پر کومه روان دی.
د روسیې د اساسي قانون له مخې د هېواد ولسمشر د هر کال پای کې باید پارلمان ته د (اتحاد حالت) وینا وکړي، هغه مسله چې د کرملین ویاند یې په اړه وویل تر څېړنې لاندې ده.