پوتین: ختیځ اوکرایین کې وضعیت په خرابېدو دی، بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، د اوکرايين په ختيځ کې حالات خراب شوي. نوموړي چې په کرملين کې يوه خبري کنفرانس ته وينا کوله، ادعا وکړه چې په اوکرايين کې د روسي نژاده وګړو سره توپيري چلند کېږي او د بشري حقونو ډله اييز او سيستماتيکې سرغړونې تورونه يې ولګول.

نوموړي له اوکرايني چارواکو وغوښتل چې له بېلتون غوښتونکو مشرانو سره خبرو ته کېني.

ښاغلي پوتين خبريالانو ته وويل، دی چمتو دی چې د اوکرايين د کړکېچ په اړه له لوېديځو مشرانو سره خبرې وکړي خو هغوی یې د روسیې امنيتي اندېښنو له پامه رغورځولو باندې تورن کړل.

نوموړي د لوېديځ له لوري د بنديزونو احتمال هم رد کړ او استدلال يې وکړ چې امريکا او متحدين به يې تل د هغه پر حکومت د مالي جريمې لګولو لپاره بهانه لټوي.

ولادمير پوتين دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان "او ایس سي يي" کې د امریکا پلاوي د اوکرایین پولو ته څېرمه د روسیې ځواکونو ځای پر ځای کېدل" له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته اروپا کې تر ټولو ستر پوځي تیاری" بللی.

دغه امریکايي پلاوي خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې له ۱۶۹ تر ۱۹۰ زرو روسي ځواکونه "اوکرایین او دغه هېواد ته نږدې" ځای پر ځای دي چې حضور یې "ګواښوونکی" دی.

دغه اعلامیه چې ژبه یې تونده بلل شوې، دا راز زیاتوي چې مسکو "د روڼتیا رامنځته کولو او ګواښ کمولو کې د ښکیلتیا پر ځای، د ناسمو مالوماتو د ورکولو، ردولو او تېرایستلو کې د ښکېلتیا لار غوره کړې ده."

دا اعلامیه داسې مهال خپره شوې چې د روسیې دفاع وزارت وايي سبا "شنبه" خپل اټومي ځواک ازمايي چې په ترڅ کې به یې بالیستیک او کروز توغندي وتوغول شي.

د دغه هېواد ولسمشر 'ولادیمیر پوتین' به دغه پوځي تمرین وڅاري.

خو د کرملین یوه ویاند ویلي اټومي ځواک له معمول سره سم ازمویل کېږي او باید کومه اندېښنه پیدا نه کړي.

اخوا ولسمشر پوتین نن "جمعه" د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو کوربه دی.

ولسمشر پوتین کرملین ماڼۍ کې له ښاغلي لوکاشینکو سره د لیدنې پرمهال وویل چې دوی دواړه به د سبا ورځې د پوځي تمرینونو ننداره وکړي.

روسیې دغه پوځي تمرینونه داسې مهال پلان کړي چې له لوېدیځ سره یې د اوکرایین پر سر کړکېچ مخ په ډېرېدو دی.

امریکا او لوېدیځ ملګري یې اندېښنه ښيي چې روسیه پر اوکرایین یرغل ته تیاری نیسي.

له دې سره د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د اوکرایین کړکېچ د سترېدو او اروپا کې د جګړې د پېلېدو د تفکر په اړه "ژوره اندېښنه" ښودلې ده.

هغه ویلي که وضعیت خراب او جګړه پیل شي، پایلې به یې "ویجاړوونکې" وي.

له دې سره تازه اوکرایین او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یو بل ډونباس سیمه کې له اوربنده په سرغړولو تورن کړي دي.

امریکا او متحدانو یې روسیه تورنه کړې چې ښايي له دې پېښې پر اوکرایین د برید لپاره د پلمې په توګه کار واخلي.

خو روسیه وايي په اوکرایین د برید هوډ نه لري.