د اروپايي پارلمان مشره: د فساد رسوايي اروپا کې پر دیموکراسۍ برید دی

اروپايي پارلمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د فساد د هغو مشکوکې قضیې تر رابرسېره کېدو وروسته چې ګنې قطر اروپايي چارواکو ته په سیمه کې د خپل نفوذ ترلاسه کولو د هڅې په توګه بډې ورکړې، د اروپايي پارلمان مشرې روبرټا میټسولا خبرداری ورکړی چې "اروپايي دیموکراسي تر برید لاندې ده".

میټسولا ویلي "پرانیستې، ازادې او دیموکراتې ټولنې تر برید لاندې دي"، دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې چې د بلجیم پولیسو د فساد د یادې قضیې په تور څلور مشکوک کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره ونیول چې د اروپايي پارلمان مرستیاله مشره ایوا کایلي هم پکې ده.

څېړونکو د فساد او پیسو سپینولو اړوند تورونه پورې کړي، خو قطر دغو تورونو ته په اشاره له هر راز سرغړونې انکار کړی دی.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وان دیرلاین ویلي، دا تورونه "ډېر خطرناک" دي او د یورو سیمه کې یې د اخلاقي څېړنډلې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

بروکسل کې د بي بي سي خبریاله جیسیکا پارکر وايي، تېرې څو ورځې بلجیم کې د پولیسو له لوري ورکړل شوي جزئیات ګڼ خلک هک پک کړي دي.

د اروپايي ‌پارلمان نورو غړو د بي بي س‍ي له خبریالې سره خبرو کې ددغو خطرناکو تورونو په اړه خپلې اندې‍ښنې شریکې کړې دي.

د بلجیم پولیسو د تېرې جمعې په ورځ پلازمېنه بروکسل کې د ۱۶ تلاشیو پرمهال شاوخوا ۶۰۰ زره یورو (۶۳۲ زره ډالر) ونیول. ځینې کمپیوټرونه او موبایلونه یې هم د احتیاطي مالوماتو ترلاسلو لپاره ضبط کړي.

ایوا کایلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په نیول شویو کسانو کې د اروپا د پارلمان مرستیاله ایوا کایلي هم شامله ده چې ګومان کېږي، له تورنو کسانو یوه ده.

که څه هم د مشکوکو کسانو نومونه نه دي یاد شوي، خو د اغلې کایلي نوم د هغو کسانو په نوملړ کې یادېږي چې د تور ګوتې ورته نیول شوې دي.

د اروپايي پارلمان د مشرې روبرټا میټسولا له خوا د اتو کلونو لپاره د پارلمان د مرستیالې مشرې په توګه د اروپايي پارلمان ددغې غړې دنده ځنډول شوې ده. اروپايي‌ پارلمان ۱۴ مرستیال مشران لري.

د اروپايي پارلمان کمونیستي او دیموکراتو ډلو کې د هغې دنده هم ځنډول شوې ده.

هغه همدا راز د یونان له پاسوک مرکزي کیڼ اړخي ګونده هم شړل شوې.

د رپوټونو له مخې،‌ یونان کې څارنوالانو د مېرمن کیلی ټوله شتمني کنګل کړې.

څارونکي او د پارلمان مخالف غړي وايي، په بډو کې دا څېړنه ښايي د اروپايي پارلمان په تاریخ کې د فساد د رسوایۍ تر ټولو لویه څېړنه وي.

د اروپا پارلمان د اروپايي‌ ټولنې د جوړېدو یوازینۍ مستقیمه ټاکل شوې لار ده، د پارلمان شاوخوا ۷۰۵ غړي د ۲۷ هېوادونو د رای ورکوونکو له خوا ټاکل شوي چې اروپايي ټولنه جوړوي.