ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه؛ له کردستانه د مرګ ژوبلې ټکان ورکوونکې شمېرې خپرې شوې

په ایران کې حکومتي ضد اعتراضونه تر دیارلسمې اوونۍ ورسېدل او په دې لړ کې نن هم د دغې هېواد له بېلابېلو سیمو د پراخو لاریونونو او د حکومت پلوه ځواکونو لخوا د خلکو د وهلو ټکولو راپورونه ورکړل شوي.

د "هه نګاو" په نامه د بشري حقونو سازمان نن (یکشنبه) د ایران په کردستان کې د اعتراضونو له پيل راهیسې اعتراض کونکو ته د اوښتو زیانونو په اړه تازه شمېرې خپرې کړي. دغه سازمان ویلي هلته "د دیارلسو اونیو په ترڅ کې ۱۲۴ تنه اعتراض کونکي وژل شوې چې له منځه یې اوه ښځې او ۱۵ ماشومان دي. "

دغه سازمان د حکومتي ځواکونو په لاس د "اته زره کسانو د ټپي کېدو " او همداراز د " ۶۵۰۰ نورو د نیول کېدو " راپور هم ورکړی دی.

ویل کېږي چې په کردستان کې د نیول شویو دې کسانو په ډله کې ۱۴۸ ماشومان، ۱۷۷ ښځې او ۷۸ محصلین دي.

په ایران کې د حکومت ضد دا لاریونونه په همدې کردستان سیمه کې د یوې کردۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته پیل شوي.

شاوخوا دری میاشتې وړاندې مهسا امیني د امنیتي ځواکونو لخوا د مناسب پړوني یا حجاب نه اغوستو په تور له وهلو ټکولو وروسته ساه ورکړې وه.

له هغه مهال راهیسې د دې پېښې په غبرګون د ایران په بېلابیلو سیمو کې خلک اعتراضونه کوي، او له هېواده بهر هم وخت نا وخت د اعتراض کونکو پر ملاتړ لاریونونه او غونډې کېږي.

په دې لړ کې نن یکشنبه د نیوزلېنډ په اوکلېنډ ښار کې لسګونه کسان په ایران کې د اعتراض کونکو پر ملاتړ واټونو ته راوتلي وو.

بي بي سي ته په لېږل شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې لاریونوالو د ایراني حکومت لخوا د وژل شویو بېلابېلو ځوانانو او ښځو عکسونه او رنګارنګ شعارونه لېږدول. د نړۍ په نورو سیمو کې هم وخت نا وخت ورته لاریونونه شوې دي.

خپله په ایران کې بیا د ایراني حکومت لخوا د اعتراض کونکو د ځپلو، نیولو او اعدامولو موضوع ګرمه ده .

د ایران د اصفهان ښار یوې محکمې د ایران د فوټبال یو پخوانی لوبغاړی امیر نصر ازاداني د وسله والې ډلې پر غړیتوب تورن کړی.

محکمې ویلي " امیر نصر ازاداني یو له هغو کسانو دی چې څو ورځې وړاندې یې د لاریونونو پر مهال د دریو دولتي عسکرو په وژلو کې لاس درلود."

دی د امنیت ضد په کړنو هم تورن دی او د محکمې پر وینا د ده ځينې کارونه د عمومي امنیت د ټکني کېدو سبب شوي دي.

په دې اړه داسې خبرونه هم خپاره شوي چې محکمې د هغه د اعدام حکم صادر کړی خو خپله د اصفهان د محکمې مشر ویلی"د هغه د جزا حکم صادر شوی خو تر اوسه اعلان شوی نه دی."

د ایران د فوټبال ځينو پخوانیو لوبغاړو بیا د هغه د خوشي کېدو غږ پورته کړی.