د المان صدراعظم: د روسیې له لوري اوکرايين کې د اټومي وسلو کارولو خطر کم شوی

اولاف شولز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اولاف شولز

د المان صدراعظم اولاف شولز وايي، د اوکرايين په جګړه کې د روسیې له لوري د اټومي وسلو کارولو خطر "د اوس لپاره" کم شوی دی.

د ښاغلي شولز په خبره، "وروسته له هغه چې نړیوالې ټولنې روسیې ته سرې کرښې وټاکلې، په غبرګون کې یې روسیې اوس هغه ګواښل بس کړي چې په جګړه کې به اټومي وسلې وکاروي."

نن پنجشنبه ‌په یوه مرکه کې اولاف شولز ویلي، چین ته یې وروستي سفر د اټومي وسلو ګواښ "پای ته رسولو" په برخه کې مرسته کړې ده.

د المان صدراعظم ویلی، دی او د چین ولسمشر شي جين پينګ پر دې سره سلا شوي چې "اټومي وسلې باید ونه کارول شي" او جي-شل هېوادونو هم لږ وروسته د دغه دریځ ملاتړ وکړ او تایید یې کړ.

ښاغلی شولز دا څرګندونې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته کوي چې ویلي یې دي، د اټومي جګړې خطر په "ډېرېدو دی او د دې پټول به سم کار نه وي"

تېره چهارشنبې د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین وویل،‌ مسکو به یوازې په ځوابي برید او یا غچ اخیستلو پر مهال اټومي وسلې وکاروي.

خو امریکا یې دا څرګندونې وغندلې او "بې ځایه خبرې" یې وبللې.

پوتین: د اتومي جګړې ګواښ په ډېرېدو دی، خو موږ لیوني نه یو

Russian President Vladimir Putin speaks at Russia's human rights council via video link in Moscow

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د اتومي جګړې ګواښ زیاتېږي، خو په خبره یې روسي چارواکي ''لیوني شوي نه دي '' چې لومړی به خپلې دا وسلې کاروي.

روسی ولسمشر ټینګار کوي، هېواد به یې یوازې په هغه صورت کې د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې کاروي، چې برید پرې وشي.

د روسیې بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال نوموړي دا هم ویلي چې په اوکرایین کې روانه جګړه به ''اوږد بهیر '' وي. دا په داسې حال کې ده، چې لوېدیځ چارواکي باوري دي، ښاغلي پوتین په لومړي سر کې د ژر بریا ترلاسه کولو پلان درلود.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې د اتومي وسلو کارولو په تړاو د روسیې وړتیا په دقت ارزول کېږي. ولسمشر پوتین بیا له مسکوه یادې غونډې ته په ویډیويي وینا کې د اتومي جګړې احتمالي سیناریو په هکله د خبرداري په بڼه وویل: ''دغه ډول ګواښونه په ډېرېدو دي، دا به سمه نه وي، چې (دا خبره) پټه شي. ''

خو نوموړي ټینګار وکړ، روسیه به ''په هېڅ ډول شرایطو کې هم '' دغه وسلې لومړی نه کاري او هېڅو به د خپلو اتومي وسلو په وسیله نه ډاروي. ښاغلي پوتین زیاته کړه: ''موږ لیوني نه یو، پوهېږو چې اتومي وسلې څه دي، موږ داسې نه کوو، چې د نړۍ لر او بر کې به منډې وهو او دا وسلې به (خلکو ته) د تېغ غوندې برېښوو. ''

ښاغلي پوتین په ویاړ سره وویل چې روسیه تر ټولو عصري اتومي وسلې لري، خو نوموړي د خپل هېواد اتومي وسلو ستراتیژي هم وستایله چې په وینا یې، روسیه د امریکا برعکس چې د ده په وینا د نورو په خاوره کې هم خپلې اتومي وسلې ساتي، داسې ستراتیژي نه کاروي.

هغه زیاته کړه:

''موږ د نورو هېوادونو په خاوره کې د تکتیکل هغو په ګډون اتومي وسلې نه ساتو، خو امریکا داسې کوي -په ترکیې کې او په یو شمېر نورو اورپايي هېوادونو کې. ''

ولسمشر پوتین ومنله چې اوکرایین جګړه ښايي ''یوه اوږده پروسه'' وي او دې سره داسې ښکاري چې د نوموړي هغه پلان چې ګواکې په اوکرایین جګړه کې به بریا د یو څو ورځو خبره وي، ناکام شوی دی.

بل لور نوموړي ادعا وکړه، چې پایلې اوس هم ''پاموړ'' دي. د ښاغلي پوتین اشاره د یوې تش په نامه ټولپوښتنې له لارې په روسیه پورې د اوکرایین ځینو برخو غیر قانوني ضمیمه کولو ته وه.

په داسې حال کې چې روسیې د خپلې خاورې یوې برخې په توګه د خېرسون، زاپوریژیا، لوهانسک او دونیڅک سیمو ضمیمه کولو اعلان کړی، روسي ځواکونه لا هم د دې سیمو بشپړ کنټرول نه لري .