تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کېم جونګ اون وايي غواړي هېواد یې د نړۍ ځواکمن اټوم لرونکی قدرت شي
د رسنیو د رپوټونو له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جون اون ویلي، د هېواد اصلي هدف یې په نړۍ کې تر ټولو لوی اټومي قوت کېدل دي.
ښاغلي کیم دا څرګندونې د شمالي کوریا تاریخ کې تر ټولو د لوی بالیستیک توغندي د وروستۍ ازموینې په درشل او د پوځ د لسګونه افسرانو د ترفیع مراسمو پرمهال کړې دي.
د نوموړي له دې څرګندونو دوې اونۍ وړاندې شمالي کوریا د هواسونګ ۱۷ په نامه له یوې قارې نه بلې ته د رسېدونکي توغندي ازموینه وکړه چې ښاغلی کیم هم ورغلی و.
ده ګواښ وکړ که امریکا اتومي وسلې وکاروي، نو دوی به هم د اټومي وسلو په کارولو سرپه ونه کړي.
کیم د پوځ د افسرانو د ترفیع مراسمو کې ویلي، د اتومي ځواک جوړولو موخه یې د خپل دولت او ولس ساتنه ده او بالاخره اصلي هدف یې په "نړۍ کې تر ټولو لوی اټومي قدرت درلودل دي".
کیم جونګ اون هواسونګ ۱۷ توغندي په نړئ کې تر ټولو قوي ستراتیژیکه وسله وبلله چې په وینا یې چې بالاخره د هېواد پوځ به یې په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن پوځ شي.
شمالي کوریا د تېرې اکتوبر میاشتې وروستیو او د نومبر لومړیو کې د توغندیو ډېرې تجربې وکړې.
د روانې میاشتې دریمه نېټه هم له پیونګ یانګ نه د قارې تېرېدونکي بالیستیک توغندي د ناکامې ازموینې شاهد و.
د پیونګ یانګ د توغندیو د ازمویلو غبرګون کې سیول او واشنګټن د پنجشنبې په ورځ ګډې پوځي مانورې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هغه وخت د پیونګیانګ د بالیستیک توغندي توغول یو "ناقانونه عمل او د ټیکاو څپ څپانده" کوونکی کار وباله.
د روان کال له پیله د دواړو کوریاګانو ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده.
شمالي کوریا په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۵۰ توغندي توغولي چې یو بالیستیک توغندی یې تر جاپان رسېدلی و.