د کېم جونګ اون لور یو ناڅاپه راښکاره کېدل؛ د توغندي له تجربې هم مهم خبر شو

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د لومړي ځل لپاره خپله لور چې تر اوسه چا په عام منظر نه وه لیدل شوې او نه یې په اړه څوک ډېر پوهېدل له ځان سره یوه رسمي پروګرام ته بېولې.

له دې سره د ده د لور د موجودیت په اړه هغه ګنګوسې رښتیا شوې چې له څه مودې راهیسې د هغې په اړه کېدې.

فکر کېږي چې د لور نوم یې "کېم چو اې" دی او نوموړي د تېرې جمعې په ورځ له خپل پلار سره د یوه ستر توغندي د تجربې په مراسمو کې راښکاره شوه.

پلار او لور د دې توغندي ازموینې پر مهال لاس په لاس ولاړ وو.

د دې توغندي په اړه ویل کېږي چې ان د امریکا د وېشتلو وړتیا لري.

د شمالي کوریا له لوري د دې نوي توغندي بریالي ازمایښت ته امریکا غبرګون ښودلی او دا تجربه یې غندلې ده.

خو په نوره نړۍ کې له توغندي ډېر پام د دې لوړ پوړي کوریایي چارواکي د کورنۍ غړي یا د هغه لور را ښکاره کېدو ته اوښتي، دا ځکه چې کېم جونګ اون د داسې یوه هېواد مشري کوي چې په نړۍ کې تر ټولو د پټو ادارو څخه یوه ده او په دې لړ کې ان د ولسمشر شخصي ژوند او کورنۍ هم پټه ساتل شوې.

خو دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا دولتي خبري ادارې څو داسې انځورونه خپاره کړي چې دوی دواړه له یو بل سره خبرې کوي او یا څنګ په څنګ روان دي.

دوی د ځينو چارواکو سره د خبرو پر مهال هم ښکاري او د توغندي ازموینې د کتنې پر مهال هم.

د نوي توغندي پرتله ولې د ولسمشر سره د لور خبر په زړه پورې شو؟

عام منظر ته د شمالي کوریا ولسمشر سره یو ځای د هغه د لور راتګ د خبر له خپرېدو وروسته د شمالي کوریا د چارو په اړه د پوهانو لېوالتیا ډېره شوې ان دومره ډېره چې دوی دا کار د نوي ماډل قوي بلاسټېک توغندي له کامیابه تجربې هم ډېر د پام وړ او لوی خبر بولي.

دې کار بېلابېلې نورې ګنګوسې او پوښتنې هم پیدا کړي، د بېلګې په توګه ویل کیږي چې د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا ولسمشر سره یوځای د لور د راتلو مطلب خو دا نه وي چې کم جونګ هغه د خپل ځای ناستي په توګه غوره کړي او هغې ته به یوه ورځ د شمالي کوریا مشري ور ترغاړې وي؟

د شنونکو په باور، دا ممکنه ده ځکه چې دوی د یوې سیاسي کورنۍ دي او کېم جونګ به حتماً هڅه کوي چې د ده له اولادو کوم یو یې په راتلونکي کې د حکومت چارې سمبال کړي.

بله پوښتنه چې ډېره کیږی هغه دا چې عام منظر ته د خپلې لور راړولو اوسنۍ وخت ولې غوره شوی؟ ولې دا کار پخوا یا راتلونکي کې نه؟

او که کېم جانګ هغه واک سمبالولو ته چمتو کوي نو ایا د دې مطلب خو دا نه دی چې خپله د ولسمشر روغتیا ته څه ګواښ متوجې دی؟

د ولسمشر کېم جانګ د روغتیا په اړه مخکې هم ګنګوسې خپرې شوي او د ده ناروغي د حکومت استحکام او ثبات ته لویه خطره بلل کیږي.

هغه کار چې پخوا نه وو شوی داسې مهال ښکاره شو چې ولسمشر کېم جانګ اعلان کړی چې هېواد به یې په هیڅ قیمت هم د اتومي وسلو له جوړولو په شاه نشي نو ایا دا خو په دې معنا نده چې نړۍ ته وښايې د اتومي وسلو جوړولو کار به تر راتلونکي نسلونو پورې هم دوام وکړي؟

په واشنګټن کې مېشت د شمالي کوریا یوه څيړونکي مایکل مېډن چې دا وروستی پرمختګ یې څارلی وایې "د هغه د لور په عمر له ۱۲ تر ۱۳ ښکاره کېده."

ده ویلي د چو اې ښکاره کولو له لارې کېم جانګ غواړي دا پیغام خلکو ته ورسوي چې واړه نسل ته به هم واک یواځې د ده له لارې لېږدول کیږي.

څيړونکو ویلي چې د شمالي کوریا د ولسمشر کېم جانګ دری اولادونه دي "دوه لوڼې یو زوی او چو اې په دوی کې تر ټولو مشره ده."

خو خپله ولسمشر کېم جانګ د کورني ژوند په اړه ډېر محتاطه دی او په دې اړه چې څومره کولای شي اړوند معلومات پټ ساتي، ده خپله میرمن له واده څو کاله وروسته هم پټه ساتلې وه .