کیم جونګ اون وايي،‌ شمالي کوریا اتومي ځواکونو خوځولو ته چمتو ده

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وایي، د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ویلي، هېواد یې امریکا سره هر ډول پوځي مقابلې ته چمتووالی لري.

کېم جونګ اون دا خبرې د کوریا جګړې د ختمېدو د کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

غونډه کې کیم جونګ اون په خپله وینا کې وویل د امریکا له لوري اټومي ګواښونه شمالي کور یا دې ته اړ باسي چې"خپلې تاریخي بېړنۍ دنده" یانې له ځانه د دفاع پیاوړتیا پیل کړي.

د بي بي سي خبریال وايي، داسې ښکاري چې د شمالي کوریا مشر دغه څرګندونې هغو رپوټونو ته په غبرګون کې کړي چې سویلي کوریا د احتمالي برید په صورت کې د شمالي کوریا اټومي ګواښ سره د مقابلې لپاره د یوه پلان پر جوړولو لګیا ده.

د سویلي کوریا د نوي ولسمشر له واک ته رسېدو سره چې د شمالي کوریا پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړی، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې بدلون راغلی دی.

د شمالي کوریا مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ګواکې دغه هېواد د خپلې اوومې اټومي ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.

شمالي کوریا وروستی اټومي ازمایښت ۲۰۱۷ کال کې کړی و خو له هغه راهیسې د کوریا په ټاپو وزمه کې کړکېچ زیات شوی دی.

د امریکا ځانګړی استازی وايي، شمالي کوریا روان کال بې ساري توغندي ازمویلي دي.

شمالي کوریا د توغندیو د ازمایښت ریکارډ

داسې حال کې چې د شمالي کوریا د توغندیزو ازمایښتونو د شمېر ریکارډ په یوه کال کې ۲۵ توغندي دي، خو دغه هېواد تر دې دمه روان کال کې ۳۱ توغندي ازمویلي.

امریکا په پرله پسې ډول د دغو توغندیو ازمایښت غندلی او د سیمې لپاره یې یو ګواښ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللې ده.

ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالستیک توغندیو او اټومي وسلو پر ازمایښت بندیز لګولی او دغه هېواد په دې برخه کې تر سختو بندیزونو لاندې دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اعلان کړی و چې امریکا به د اړتیا په صورت کې سیمه کې نورې ستراتیژیکې شتمنۍ ځای پر ځای کړي چې له مخې یې د شمالي کوریا د توغنديو د ازمایښت مخه ونیسي.

د روان کال می لومړیو کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد د اټومي وسلو پروګرام پراختیا به ګړندی کړي او داسې یې چمتو کړي چې "هر وخت" وکارول شي.

د شمالي کوریا د اټومي وسلو د پروګرام په اړه په څه پوهېږو؟

شمالي کوریا د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې ډېر توغندي ازمویلي چې د دغه هېواد د چټک پوځي پرمختګ ښکارندویي کوي.

۲۰۱۸ کال کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د اټومي وسلو د لویو وچو بالیستیک توغنیدو ازمایښت بند کړ خو ۲۰۱۹ کال کې یې وویل چې هغه به د دې چارې ځنډولو ته دوام ور نه کړي.

داسې انګېرل کېږي چې نوی توغندی کولی شي د اټومي وسلو سره یو ځای د امریکا هره برخه په نښه کړي.

کله چې دغه توغندی نندارې ته وړاندې شو آن اټومي کارپوهان یې حیران کړل.