د چین او امریکا کړکېچ؛ ټاکل شوې د دواړو هېوادونو مشران وګوري

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جین پینګ راتلونکې اوونۍ په داسې حال کې سره وګوري چې د اسیا او تایوان پر مسلو د دغو دوو سترو نړیوالو ځواکونو ترمنځ سړه جګړه په خپل اوج کې ده.

دا به د ولسمشر په توګه واک ته تر رسېدو وروسته له شي جين پينګ سره د جو بايډن لومړۍ لیدنه وي. تر دې وړاندې امريکا د خپلې چېپ ټکنالوژۍ په محدودولو سره د چين صادراتي بازار ته سخت زيان رسولی، چې په هغو کې ټليفونونه او برېښنايي موټرونه هم شامل دي چې دا ټکنالوژي ورته اړینه ده.

په هغه ډول چې د دوو زبرځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی او یو پر بل تورونه مخ په ډېرېدو دي، د نړۍ سترګې په ځانګړې توګه په سیمه کې د امریکا متحدینو هند، جاپان او استرالیا به هغه غونډې ته وي، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ به په بالي کې د جي ۲۰ تر سر مشریزې مخکې ترسره شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ د دې غونډې په اړه ویلي وو، "زه باور لرم چې موږ به د تایوان په اړه خبرې وکړو او زه غواړم پوه شم چې ایا موږ کولی شو، سرې کرښې سره وټاکو."

نوموړي ويلي وو، "په دې توګه به موږ وکولی شو دا روښانه کړو چې ایا موږ له یو بل سره په شخړه کې یو، او که داسې وي، نو څنګه یې حل کړو."

خو جو بایډن وايي د تایوان په مسله کې به هغه له خپل دریځه په شا نه شي.

چین وايي تایوان د دوی د خاورې برخه ده، په داسې حال کې چې جو بایډن د امریکا د مخکینو ولسمشرانو په څېر ویلي، پر تایوان د چین د برید په صورت کې له تایوانه ملاتړ کوي.

شي جین پینګ، چې په دې وروستیو کې د درېیمې دورې لپاره ولسمشر شو، د خپل هېواد پوځ (خلکو د آزادۍ اردو ) ته ویلي "خپله ټوله انرژي پر جګړې او د بریا لپاره د ظرفیت پر لوړولو ور ټوله کړئ."

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هغه وخت لا پسې ترینګلې شوې چې د امریکا د مشرانو جرګې مشرې نانسي پلوسي د اګست په میاشت کې تایوان ته سفر وکړ، د پلوسي سفر چین دې ته وهڅاوه چې د تایوان ټاپو په شاوخوا کې ستر پوځي تمرینونه وکړي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، تایوان به د "غونډې د پایلو په اړه خبر شي."

بل پلو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا باید له چین سره د ناسم پوهاوي لېرې کولو لپاره کار وکړي، چین له امریکا سره د سوله ییزو اړیکو غوښتونکی دی، خو د تایوان موضوع د چین د ګټو مهمه برخه ده.