تايوان ته د پېلوسي سفر؛ چين يې په اړه خبرداری ورکړی

نانسي پېلوسي تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو جګپوړې امريکايۍ سیاستواله ده، چې تايوان ته ځي، ويلي يې دي، امريکا به هېڅکله دا ټاپو پرې نه ږدي.

دا خبره يې دې ټاپو ته د خپل سفر پر مهال کړې، چې چين یې غندنه کړې، او د پارونې لوی عمل یې بلل دی. بېجينګ کې د چين حکومت تايوان خپله بېله شوې برخه ګڼي، او داسې پتېي چې يوه ورځ به یې بېرته نیسي.

بېجينګ کې بهرنيو چازو وزارت د امريکا سفير ورغوښتی، او خورا سختو پايلو ګوتڅنډنه یې کړې ده.