تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چين وايي له تایوان سره نژدې پوځي تمرینونو ته دوام ورکوي
که څه هم د چين پوځ مخکې اعلان کړی و چې يکشنبه (اګست ۷) به د تايوان په شاوخوا کې پوځي تمرينونه پای ته رسوي خو نن يې د دې تمرينونو د دوام خبره کړې ده.
د چين پوځ ويلي، دوی به د اوبتل او سمندري بريدونو ضد تمرينونه ترسره کوي.
د تايوان په شاوخوا کې د بېجېنګ څلور ورځني پوځي تمرينونه دې ټاپو ته د امريکايۍ سياستوالې نانسي پلوسي د سفر په ځواب کې وو.
چین وايي د سیمې سوله او ثبات تایوان ته د اغلې پلوسي سفر "جدي خطر" سره مخ کړي.
تايوان پر چين تور لګولی چې له دغو تمرينونو پر تايوان د بريد لپاره کار اخلي. خو دغه هېواد د دوشنبې په ورځ وويل، چينايي بېړۍ او الوتکې د تمرين پر مهال تراوسه د دوی اوبو ته نه دي ننوتلې.
امریکا، استراليا او جاپان د چين دغه تمرينونه غندلي او ويلي يې دي، د دوی موخه د چين او تايوان تر منځ د تايوان تنګي کې وضعيت بدلول دي.
تايوان وايي، چينايي الوتکو او بېړيو په پرله پسې ډول د تمريمونو پر مهال په تنګي کې له "منځنۍ کرښې" تېری کړی. د تايوان د فاع وزارت هم د دوشنبې په ورځ وويل، دا کرښه له ۱۹۵۰ کال راهيسې يو پټ تفاهم دی چې شتون يې يو واقعيت لري.
واشنګټن دا هم ويلي چې بېجېنګ تايوان ته د نانسې پلوسي د سفر په غبرګون کې د اقليمي بدلون په ګډون په ځينو نورو برخو کې له امريکا سره همکاري پرې کړې ده.
اغلې پلوسي چې د چین د پالیسو تونده منتقده ګڼل کېږي، تېره سې شنبه د بېجېنګ له خبرداري سره سره تایوان ته ولاړه.
دا په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل شو چې د دومره لوړې کچې یو امریکایی چارواکی دغه ټاپو ته ځي.
د امریکا د استازو جرګې مشرې د دغه سفر پر مهال وویل چې نړۍ د زورواکۍ او دیموکراسۍ ترمنځ له انتخاب سره مخ ده.
بېجېنګ تایوان ته د یوه جلا شوي ولایت په توګه ګوري چې د اړتیا په صورت کې کولی شي په زور يې ونیسي.
بېجېنګ د نړۍ مشرانو د هر هغه اقدام پر وړاندې له غوسې ډک غبرګون ښيي، چې د دغه ټاپو د رسمیت پېژندلو نښه نښانه ګنل کېدای شي.