امریکا: پر تایوان د چین د برید 'تمرین' غیر مسوولانه دی

د امریکا متحدو ایالتونو تر هغې وروسته بېجېنګ پر لسموونکو او غېر مسوولانه کړنو تورن کړ چې تایوان وویل پر دغه ټاپو یې د برید تمرین ترسره کړی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي بېجېنګ هڅه کوي چې د تایوان په اړه اوسنی وضعیت بدل کړي.

دا کړکېچ تایوان ته د امریکا استازو جرګې د مشرې ‌نانسي پلوسي په مشرۍ د پلاوي له سفر وروسته ډېر شوی دی.

چین وايي دغه سفر یې پر تایوان د حاکمیت ادعا ننګولې ده.

د تایوان دفاع وزارت ویلي د چین جنګي بېړیو او الوتکو د شنبې پر ورځ تایوان تنګي کې تمرینونه او مانورې کړې او ځینې یې ان د دوی ترمنځ له غېر رسمي جلا کوونکې کرښې هم وراوښتې دي.

تایوان د دغو چیني بېړیو او الوتکو په شا تمبولو لپاره خپل جنګي جټونه پورته کړي.

د تایوان پوځ وايي دا تمرینونه پر دغه ټاپو د برید خاکه یا تمرین و.

بېجېنګ تر اوسه پر خپلو دغو پوځي‌ تمرینونو تبصره نه ده کړې، خو اټکل کېږي چې د تایوان شاوخوا اوبو او هوا کې به یې مانورې تر سبا یکشنبې دوام وکړي.

واشنګټن تور پورې کړی چې ګوندې چین کړکېچ ته لمن وهي.‌

سپینې ماڼۍ ویلي "دا چین لخوا د اوسني وضعیت د بدلون هڅو په لړ کې د فعالیتونو پام وړ شدت دی. دا [فعالیتونه] لسموونکي او غېر مسوولانه دي او د محاسباتي تېروتنې خطر زیاتوي."

واشنګټن زیاته کړې چې "[دا کړنې] د تایوان تنګي دواړه غاړې د سولې او ثبات دوام لپاره چې نړۍ یې تمه لري، زموږ اوږدمهاله هدف سره اړخ نه لګوي."

خو چین وايي‌ د سیمې سوله او ثبات تایوان ته د اغلې پلوسي سفر "جدي خطر" سره مخ کړي.

دغه هېواد تایوان خپل یو جلا شوی ولایت بولي چې د بېجېنګ په وینا بلاخره به بېرته د دوی تر کنټرول لاندې راشي.

خو تایوان چې یو کورواک ټاپو دی، ځان له چین چورلټ جلا ګڼي.

بېجېنګ د نړۍ مشرانو د هر هغه اقدام پر وړاندې له غوسې ډک غبرګون ښيي،‌ چې د دغه ټاپو د رسمیت پېژندلو نښه نښانه ګنل کېدای شي.

چین په دې لړ کې د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې پر اغلې پلوسي او د هغې پر کورنۍ یې د تایوان د سفر له کبله بندیزونه لګولي دي.

بېجېنګ همدا راز ویلي چې امریکا سره د اقلیم د بدلون،‌ پوځي خبرو او د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د مبارزې هڅو په ګډون بېلابېلو مهمو برخو کې همکارۍ هم پای ته رسوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن بیا بېجېنګ له واشنګټن سره د اړیکو اساسي چینلونو بندولو له کبله د "غېر مسوولانه ګامونو" تور پورې کړی.

اغلې پلوسي چې د چین د پالیسو تونده منتقده ګڼل کېږي، تېره سې شنبه د بېجېنګ له خبرداري سره سره تایوان ته ولاړه.

دا په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل شو چې د دومره لوړې کچې یو امریکایی چارواکی دغه ټاپو ته ځي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې د دغه سفر پر مهال وویل چې نړۍ د زورواکۍ او دیموکراسۍ ترمنځ له انتخاب سره مخ ده.