تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين: د خېرسون ښار بېرته نيولو پر ملي کچه د اوکرايينيانو مورال لوړ کړی
اوکراییني حکومت ویلي، چې له روسیې د خېرسون ښار بېرته نیولو پر ملي کچه د اوکرایینیانو مورال لوړ کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر، دمیترو کولیبا، ویلي چې پوځ یې د جګړې پر ډګر بریالی دی او په وینا یې وخت به یې وښيي، چې پر روسیې به لاسبری شي. له خېرسونه د روسي ځواکونو تر بشپړې وتنې وروسته پرون اوکراییني پوځیان دغه ښار ته ور ننوتل.
له خېرسون د روسيې ځواکونو له وتلو سره سم د ښار اوسېدونکي د اوکرايين پوځ هرکلي ته راووتل.
په ويډيوګانو کې ښار ته د اوکراييني پوځ د ننوتلو پر مهال په لارو کوڅو کې ځايي اوسېدونکو شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغونه يې په لاس کې وو.
د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلېنسکي وايي، خېرسون ''زموږ ښار دی ''. خېرسون یوازینی سیمه ییز مرکز و، چې روسي پوځونو پر اوکرایین له یرغل وروسته نیولی و.
د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير ډيميټرو کوليبا د امریکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلېنکن سره خبرو کې ويلي، ډېر لږ کسان په دې باور ور وو چې اوکرايين به مبارز وکړی شي، نوموړي له اوکرايين سره د امريکا له مرستې هم مننه وکړه.
ښاغلي ډيميترو زياته کړه، "دا زموږ په ګډه د ټولو بريا ده، د نړۍ د ټولو سوله خوښوونکو هېوادونو بريا ده."
د اې اېف پي خبري اژنس په وينا ښاغلي بلېنکن د اوکرايين د پوځ او خلکو د زړورتيا ستاينه وکړه او له اوکرايين سره يې د خپلې مرستې ژمنه بيا تکرار کړه.
له خېرسونه د روسي پوځیانو وتل په اوکرایین جګړه کې خورا مهمه پېښه بلل کېږي. مسکو وايي، له دې سیمې یې ۳۰ زره پوځیان له ۵۰۰۰ پوځي وسایطو او تجهیزاتو سره یو ځای ایستلي دي.
فکر کېږي چې هغه روسي ځواکونه چې خېرسون یې نیولی وو ښايي د سیند په ختېځه غاړه کې نوي مورچلونه سمبال کړي.
د خېرسون ښار کنټرول د اوکراییني پوځ له هغو ځوابي بریدونو وروسته له روسي پوځه د اوکرایین لاس ته ورغی، چې له څو میاشتو راهیسې یې پیل کړي او په وینا یې د خیرسون ښار شاوخوا کې یې ۴۱ مهم تاسیسات ونیول.