عمران خان د ټاکنو کمیسیون پر مشر "د ۱۰ میلیارده روپیو" تاوان دعوه کړې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له بهره د ورغلو پيسو او سوغاتونو یا توشه خانې په قضیه کې د ټاکنو کمیسیون پر مشر د لس میلیارده پاکستاني روپیو تاوان دعوه کړې.

ښاغلي خان د تحریک انصاف ګوند اړوند لاریون یا لانګ مارچ په څلورمه ورځ خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې وویل، دی د خپلو شتمنیو او ځینو تر لاسه کړي ډالیو له کبله په راپورته شوې دوسیه کې نوموړي ته د اوښتي زیان له کبله د ټاکنو کمیسیون پر مشر سکندر راجه د لس میلیارده روپیو تاوان دعوه ثبتوي.

نوموړی ادعا کوي چې دی به د ټاکنو کمیسیون مشر محکمې ته حاضر کړي.

د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر تور پورې کړی چې د ټاکنو کمیسیون اوسني مشر د نوموړي شخصیت ته زیان رسولو تر څنګ د هغه د خیر ښېګڼي چارې هم ټکنۍ کړې دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لخوا پیل شوي لاریونونه په څلورمه ورځ هم د اسلام اباد په لور روان دي.

د لاریون پرمهال وژل شوې خبریاله

پرون "یکشنبه" د عمران خان لاریون پرمهال د یوه ځايي تلویزیون خبریاله کانټینر لاندې وژل شوې وه.

عمران خان د "لانګ مارچ" په لار کې د وژل شوې خبریالې صدف نعیم کور ته د خواخوږۍ په موخه ورغلی و.

دا ۳۵ کلنه خبریاله هغه کانټینر لاندې شوې وه چې د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف ګوند څو مشران پکې روان وو.

صدف نعیم په ۲۰۰۹ کال کې له چینل فاېف سره کار پیل کړی و. هغې واده کړی و او یو زوی او یوه لور ترې پاتې دي.

که څه هم د عمران خان د څلورمې ورځې لاریون اوس پای ته رسېدلی، خو وايي سبا پر پنځمه ورځ به یې بېرته له ګوجرانواله پیل کړي.

په اسلام اباد کې ځايي چارواکو د لاریونونو د مخنیوي لپاره په لویو لارو کې خنډونه جوړ کړي دي او وايي که امنیت خراب شي، له هر ډول زور کار اخلي.