تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان د پاکستان استخباراتو مشر ته: د خپل هېواد او خلکو لپاره غلی یم، که نه له ډېر څه خبر یم
د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان د لاهور لبرټي څلورلاره کې خپلو ملاتړو لاریونوالو ته په وینا کې ویلي چې "په ډېر څه خبر دی" خو خپل هېواد ته د تاوان نه رسولو له کبله غلی دی.
ده په ډاګه کړې نه ده چې په څه باندې خبر دی خو د پاکستان د استخباراتو یا ای.ایس.ای مشر جنرال ندیم انجمن یې مخاطب کړی او ویلي یې دي چې، "په خلاصو غوږونو یې واوره، زه چې په څه باندې خبر یم نو د خپل هېواد او خلکو لپاره غلی یم. ځکه چې زه خپل هېواد ته تاوان رسول نه غواړم."
د تحریک انصاف مشر عمران خان همدا راز د استخباراتو او امنیتي ادارو د ځينو مشرانو خبري ناستو ته په اشارې سره ویلي، "تاسې ویل چې سیاست نه کوئ، خو تاسې بې پرې نه یئ. په هغه کنفرانس کې مو عمران خان په نښه کړ خو د هغو غلو په اړه مو هېڅ ونه ویل."
د ښاغلي خان خبرې د هغه د سیاسي مخالفانو په اړه وې چې ګواکې د هغوی نیوکو باندې غبرګون نه ښکارول کېږي خو دی د خپلو نیوکو له کبله له قانوني چلند سره مخ کېږي.
عمران خان همدا راز ویلي چې، "زما نیوکې د رغولو لپاره وي، که نه نو زه هم ډېر څه ویلی شم. تاسې ته ځواب درکولای شم. خو زه نه غواړم هېواد مو کمزوری شي. ډي.جي.ای او ای.ایس.ای والاو، ما کومه ناقانونه خبره نه ده کړې."
د پاکستان دغه مخکېني لومړني وزیر یو ځل بیا پر ټاکنو ټينګار کړی او ویلي یې دي، " زه رڼې ټاکنې غواړم. خلکو ته د پرېکړې حق ورکړئ."
لاریونوالو ته په اسلام اباد کې د احتجاج اجازه نه ده ورکړل شوې
نن جمعه د تحریک انصاف مشرانو، ګڼو غړو او پلویانو د پنجاب ایالت له مرکزي ښار لاهوره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړی.
د خیبر پښتونخوا له مرکزي ښار پېښوره هم د ګاډو او موټر سایکلونو یو لاریون ورسره یو ځای شوی.
خو د اسلام اباد ځايي ادارې په دغه ښار کې د احتجاج اجازه نه ده ورکړې او لامل یې دا یاد کړی چې ګواکې په تېر کې پرخپلو کړو ژمنو نه دي درېدلي. همدا راز یې ترې غوښتي، لیکلی سپيناوی دې ورکړي چې ولې یې داسې کړي دي.
د یادولو ده چې د روان کال د مئ پر ۲۵ نېټه هم ورته احتجاج پر مهال د تحریک انصاف پلویان یوې منع شوې سیمې یا "رېډ زون" ته ننوتلي وو.
اوس مسولانو ورته ویلي چې تر لیکلي سپيناوي وروسته یې پر تازه غوښتنې یاني اسلام اباد کې د لاریون کولو په اړه پرېکړې باندې غور کولای شي.
تر دې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو، که د عمران خان لاریون سوله ییز وي، د احتجاج کولو اجازه به ورکړل شي، خو په وینا یې که دوی ''د یرغل لپاره راځي، دوی ته به د داسې کولو اجازه نه ورکول کېږي. ''
نوموړي ویلي، د امنیت ګډوډولو په صورت کې به يې په ټول توان سره مخه ونیول شي.
په دې تړاو د پاکستان کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې له دولتي کارکوونکو غوښتل شوي چې باید په هېڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د پاکستان سترې محکمې له لارښوونې سره سم باید احتجاج وشي او هېڅ یو دولتي کارکوونکی باید په سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي.
"که نظام بدلول غواړئ نو بهر راووځئ"
د لاریون تر پیل لږ مخکې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه بل مشر فواد چودري ویلي وو چې د دغه هېواد بری او ماتې په همدغه لاریون پورې تړلی دی او له خلکو یې وغوښتل چې که د نظام بدلول غواړي نو بهر دې راووځي او له دوی سره دې ګډون وکړي.
په وینا یې، د دغه لاریون ناکامي د پاکستان د ټولو خلکو ناکامي ده.
ښاغلي چودري ویلي، دغه لاریون په کینیا کې د وژل شوي پاکستاني خبریال ارشد شریف او د اوسني حکومت له لوري له فشار سره د مخ ادارو په نوم کوي.
د ده په خبره، اوسنی حکومت پر پاکستان د یوه عذاب په ډول نازل شوی او خلک یې باید په بدلولو پسې راووځي، که نه نو سبا دې ګیله نه کوي.