عمران خان: شهباز شریف سره مې د لوی درستیز پر ګومارنه خبرې نه دي کړي

د عکس سرچینه، PTI
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, اسلام اباد
په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان لاریون د پلازمېنې اسلام اباد پر لور نن درېیمه ورځ هم روان دی. نن په دې لاریون کې مخکیني لومړي وزیر عمران خان د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف هغه خبره ناسمه بللې، چې پکې ښاغلي شریف ویلي وو، عمران خان د پوځ د لوی درستیز پر ګومارنه د سلا مشورې خواست ورکړی دی.
ښاغلي شریف دا خبره په اسلام اباد کې له ځايي خبریالانو سره خبرو کې کړې وه او ویلي يې وو، چې میاشت مخکې عمران خان ورته د یوه تجار ملګري په مرسته دا پيغام ورلېږلی و، چې ښاغلی شریف وايي، ده رد کړ.
ښاغلي خان نن په خپل لاریون کې د خپلې وینا پیل د لومړي وزیر شهباز شریف د همدې خبرې په ردولو سره وکړ او ادعا يې وکړه چې مذاکرات او خبرې له هغه چا سره کوي، چې دده په خبره اصل واکمن دي:
"شهباز شریف وايي، ده ماته پيغام رالېږلی و. اې شهباز شریفه! زه به تاته ولې پيغام درلېږم؟ زه له هغه چاسره خبرې یا مذاکرات کوم، چې په تا په اشارو نڅا کوي. او ما یوازې یوه خبره ورسره کړې، چې په هېواد کې رڼې او پاکې ټول ټاکنو وکړې، بله مې هېڅ خبره نه ده کړې".
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لاریون نن د پنجاب له مورید کې سیمې را روان شوی او د یاد ګوند سیاستوال وايي، تر شپې پورې ګوجرانوالې ته راورسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه لاریون چې د تېري جمعې په ورځ له لاهوره پیل شوی و، ویل کېږي راتلونکې پنجشبه یا جمعه به پلازمېنې اسلام اباد ته را رسېږي.
عمران خان له همدې لاریون له لارې په پاکستان کې د ژر تر ژره ټول ټاکنو د کېدو غوښتنه کوي، خو واکمن ګوندونه وايي، ټول ټاکنې به له ټاکلي وخت سره سم راتلونکی کال کېږي او د عمران خان هېڅ فشار نه مني.
له دې سره چې په ښکاره عمران خان یوازې د ټول ټاکنو غوښتنه کوي، خو په اسلام اباد کې ځينې سرچینې وايي، د ښاغلي خان له اوسني لاریونه یو بل هدف د پاکستاني پوځ د لوی درستیز ګومارنه هم ده، چې ښاغلی خان خپل کس او واکمن ګوندونه بیا د خپل کس د ګومارلو هڅو کې بوخت دي.










