پاکستان؛ عمران خان وايي، د جمعې پر ورځ د پلازمېنې پر لور 'ستر لاریون' پیلوي

عمران خان

د عکس سرچینه، AFP

د پاکستان پخواني وزیر عمران خان ویلي، د ده ګوند تحریک انصاف به د راتلونکې جمعې پر ورځ لوی لاریون یا لانګ مارش پیل کړي.

نوموړي نن سې شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، ګوندي ملګري به یې د لاهور له لبرټي څلور لارې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور دا لوی لاریون پیل کړي.

نوموړي تور پورې کړ، چې په ضمني ټاکنو کې یې د ګوند له بریا وروسته پر ضد د قضیو ثبتولو 'باران ' پیل شوی او د ترهګرۍ تورونه پرې لګول شوي دي.

نوموړي د جمعې ورځې لاریون په هکله خبري غونډې ته وویل: ''دا به د پاکستان په تاریخ کې د خلکو تر ټولو ستر سمندر وي، موږ یوازې دا غواړو چې د پاکستان مشري څوک کوي، باید د پاکستان خلک یې په هکله پرېکړه وکړي. ''

ښاغلی خان وايي، اسلام اباد ته له رسېدو وروسته به یې د ګوند ملګري له هېڅ قانونه سرغړوونه نه کوي او نه به هم ریډ زون 'هغه سیمه چې مهمې دولتي ودانۍ او سفارتونه پکې دي. ' ننوځي.

نوموړی وايي، یوازې هغه څه به کوي، چې محکمې یې اجازه ورکړي.

د عمران خان دې اعلان ته غبرګون کې د واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یوه مشر او پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، د حکومت مسوولیت دا دی چې د ګډوډيو مخه ونیسي او له همدې کبله به د لاریون مخه نیولو چمتوالی وشي.

د پاکستان له یوه شخصي ټلویزیون سره مرکه کې ښاغلي عباسي وویل: ''عمران خان که لاریون کوي او که هرڅه کوي، حکومت به پر ځپل ځای پاتې وي، که د لاریونونو له لارې د حکومتونو نسکورولو لار دود شي، بیا به نه جمهوریت پاتې شي او نه هم حکومت ''.

ښاغلی عباسي وايي، دا عجب تصادف دی، چې چین ته د لومړي وزیر شهباز شریف له سفر سره هممهاله عمران خان لاریون اعلانوي.

نوموړي زیاته کړه، په ۲۰۱۴ کال کې هم د عمران خان د یوه لاریون له کبله پاکستان ته د چین ولسمشر شي جین پینګ سفر لغوه شوی و.