پاکستان کې لاریونونه؛ عمران خان د آی اېس ای د دوو کارمندانو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه

عمران خان

د پاکستان مخکيني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد د پوځ له مشره غوښتنه کړې چې په اسلام اباد کې د استخباراتو (آی اېس آی) دوه مشران له دندو لېرې کړي.

ښاغلي خان دغه غوښتنه په لاهور کې د خپل لاریون "لانګ مارچ" په دویمه ورځ یوې غونډې ته کړې ده. نوموړي د دغو کسانو نومونه هم یاد کړي او وايي په اړه دې یې پلټنه وشي. د آی اېس آی دغه دوه لوړ پوړي چارواکي د پوځ مشر په دندو ګومارلي دي.

د عمران خان ګوند وايي، د دوی لاریونونه چې پرون د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې پیل شوي، د نومبر پر څلورمه به پلازمېنه اسلام اباد کې سره ټولېږي.

عمران خان له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي "د لاریونونو موخه یې د ټاکنو غوښتنه ده." د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر د پوځ پر ویاند هم توندې نيوکې وکړې او وايي "د ريښتیا په نامه دروغ" وايي.

د آی اېس آی په اړه د عمران خان دغه څرګندونو ته د پاکستان دفاع وزیر توند غبرګون ښودلی. خواجه اصف پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو ښکېلول "ښايي د یوه هندي کار وي خو له یوه پاکستاني سره نه ښايي."

د پاکستان د اطلاعاتو وزېرې مریم اورنګزیب بیا پر عمران خان تور پورې کړ چې له نورو هېوادونو سره یې د پاکستان دیپلوماتیک اړیکي زیانمن کړي دي. اغلې اورنګزیب يوې خبرې ناستې ته وویل چې عمران خان په خپله څو کلنه واکمنۍ کې پاکستان پر شري لنکا بدل کړی.

په شري لنکا کې هم اقتصادي حالت ډېر خراب دی چې امله یې لاریونیانو ولسمشر استعفا ته مجبور کړ.

د پي ټي ای غونډه

د عکس سرچینه، FACEBOOK/IMRAN KHAN

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله بيا وايي، "که امنیت خراب شي، له بشپړ ځواکه به کار اخلي." اسلام اباد کې چارواکو دغه ښار ته په ورتلونکو لویو لارو کې د لاریونیانو د مخنیوي لپاره کانتینرونه او نور خنډونه اېښي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې له دولتي کارکوونکو غوښتل شوي چې باید په هېڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د پاکستان سترې محکمې له لارښوونې سره سم باید احتجاج وشي او هېڅ یو دولتي کارکوونکی باید په سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي.

په همدې حال کې د عمران خان د ګوند یوه مهم غړي فواد چودري ویلي، په مشروط ډول خبرو ته چمتو دي. ښاغلي چودري وايي، شرط یې دا دی چې "د ټاکنو لپاره دې نېټه وټاکل شي."