تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا نوی اسیا الاصله لومړی وزیر ریشي سوناک څومره پېژنئ؟
د بریتانیا د خزانې پخوانی وزیر ریشي سوناک چې لومړی وزیر به شي، د پخواني لومړي وزیر بورېس جانسن غوره ځایناستی دی. بورېس جانسن په تېره جولای میاشت کې استعفا وکړه.
خو سوناک هغه وخت د هغو محافظه کارو په قانع کولو کې پاتې راغی چې په تېره سپتمبر میاشت کې یې ډاونېنګ سټریټ کې د ښاغلي جانسن د ځایناستۍ لپاره یې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې لیز ټراس ته رایه ورکړې وه.
د ټراس له استعفا وروسته سوناک د لومړي وزیر څوکۍ ته رامخې ته شو.
وروسته تر هغه چې د محافظه کارانو د ګوند د مشرۍ له سیالۍ پیني مورډونټ شا ته شوه، د لومړي وزیر په توګه د ریشي سوناک د بریا موقع په ډېرېدو شوه.
ریشي سوناک څوک دی؟
اوړي کې له لیز ټراس سره د سیالۍ پرمهال د سوناک کمپاین تر ډېره پر یوه مسله ورټول و، د بریتانیا د خراب اقتصاد بېرته رغول او ژغورل.
د سیالیو پرمهال سوناک بي بي سي ته ویلي وو، ددې پرځای چې د محافظه کارو بریا او دروغجنو ژمنو ته چکچکې ووهي، ددې ګوند د مشرتابه پاتې راتلل غوره ګڼي.
سوناک ویلي وو، د لومړي وزارت څوکۍ ته یې ځکه ځان نوماند کړی چې اقتصادي سمونونه راولي او ژور اقتصادي کړکېچ له منځه یوسي او خپل ګوند سره یوموټی کړي.
د مالیې اوسني وزیر جیمي هانټ هم د سوناک نوماندي تایید کړې وه.
سوناک د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې د خزانې وزیر شو، چې په څو اونیو کې د کورونا وبا او بندون پرمهال د بریتانیا د اقتصاد اداره کولو ته اړ شو.
په تېره اپریل میاشت کې ځینو محافظه کارو ګوتنیوونکو وپوښتل چې دا میلیونر (سوناک) دومره پیسې له کومه کړې دي او د هغه د مالي سرچینو په اړه یې هم پوښتنې راپورته کړې.
ریشي سوناک
عمر : ۴۲ کاله
د زوکړې ځای: ساوټمپتون
کور: لندن یارکشایر
زدکړې: وینچسټر پوهنځی، اکسفورډ او سټنفورډ پوهنتونونه
کورنۍ: له کاروباري اکشاتا مرتي سره یې واده کړی، دوه لوڼې لري
ټاکنیزه پارلماني کړۍ: ریچمنډ (یارکشایر)
د ښاغلي سوناک مور او پلار دواړه هندیان دي او بريتانیا ته له ختیځې افريقا راغلي.
پلار يې داکټر او مور يې هم خپل درملتون درلود. هغه په ۱۹۸۰ کال کې په سوت همپټن کې زیږېدلی. په وېنچېسټر کالج خصوصي ښوونځي کې یې زدکړې کړې او په رخصتیو کې يې په یوه رستورانت کې کار کاوه او بیا يې په آکسفورډ پوهنتون کې په فلسفه، سیاست او اقتصاد کې لوړې زدکړې کړې.
په سټنفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال يې د هندي ميلیاردر نارایانا مورتي له لور سره واده کړی.
د ښاغلي سوناک کورنۍ له دې وړاندې د هغه د مېرمنې اکشاتا مورتي د مالياتي چارو له امله د خلکو تر نظر او تبصرو لاندې هم وه.
هغه د مشهورو او سترو شرکتونو لپاره د تحلیلګر په توګه هم کار کړی.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ریچمنډ یارکشایر څخه د محافظه کار ګوند وکیل دی. او فکر کېږي چې هغه د پارلمان له تر ټولو بډایو غړو یو دی.
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ پورې، سوناک د ګولډمن ساکس بانک د مالي شنونکي په توګه کار کړی بیا د پانګونې صندوق کې شریک شوی دی.
باور کېږي چې دی د بریتانیا پارلمان له شتمنو غړو و، خو هېڅ وخت یې د خپلې شتمنۍ د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې ریشي سوناک په یارکشایر کې د ریچمونډ سیمې د محافظه کاره ګوند مرستیال و.
د ۲۰۲۰ فبرورۍ کې یې د خزانې وزارت ته ارتقا وکړه او په پیل کې د جانسن له ټینګو ملاتړو و، خو وروسته یې استعفا وکړه او وویل چې په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر له نظر او کړنو سره پوره مخالف دی.
سوناک له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو د کمپاین له تاییدوونکو و، هغه یارکشایر پوسټ ورځپاڼې ته ویلي وو، باوري دی چې دا کار به بریتانیا "لا ډېره خپلواکه، عادله او پرمخ پوځي".
سوناک له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو کمپاین کې د پلوي رایه ورکړه.
د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې کله چې د مالیې پخواني وزیر ساجد جاوېد د حکومتي لانجو پایله کې استعفا وکړه، سوناک یې ځایناستی شو.
خو سوناک هم د ۲۰۲۲ کال جولای میاشت کې د مالیې له وزارته لاس پر سر شو، چې دا کار د محافظه کارانو د لومړي وزیر په توګه د بورېس جانسن د واکمنۍ د ختمېدو پیلامه شوه.
سوناک وویل، د جانسن مخلص ملګری دی، خو استعفا یې ځکه وکړه چې د هغه حکومت د حساسو اخلاقي مسلو په تړاو "په غلطه" روان دی.