تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لیز ټرس بریتانیا کې د محافظه کار ګوند مشره شوه او د دې هېواد لومړۍ وزیره ټاکل کېږي
د یوه رسمي اعلان له مخې د بریتانیا بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره لیز ټرس د دغه هېواد د محافظه کار ګوند مشره شوه او لومړۍ وزیره به وټاکل شي، چې د اوسني لومړي وزیر بورېس جانسن ځای به ونیسي.
آغلې ټرس په ګوند کې دننه دغه سیالۍ کې له خپل سیال رشي سونک زیاتې رایې اخیستې او د څه باندې ۸۰۰۰۰ رایو په اخیستو سره د ټاکنو ګټونکې اعلان شوه.
د رسمي شمېرو له مخې دغه سیالۍ کې ګډون پراخ و، ټولټال ۸۲،۶ سلنه رایه کارول شوې وې چې ۵۷ سلنه یې د مېرمن ټرس په ګټه کارېدلې وې.
ټاکل شوې چې آغلې ټرس سبا سې شنبه د بریتانیا ملکې لیدو ته ورشي او رسما د برتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه چارې ور وسپارل شي.
رسمي شمېرې ښيي چې دغه سیالۍ کې مېرمن ټرس ۸۱۳۲۶ او سیال یې رشي سونک ۶۰۳۹۹ رایې ګټلې دي چې آغلې ټرس د اکثریت رایو په ګټلو سره د دغې سیالۍ ګټونکې اعلان شوې.
آغلې ټروس د پایلو له اعلان وروسته د وینا پر مهال له خپلو د پلویانو مننه کړې او ویلي یې دي:"ویاړم چې د محافظه کار ګوند مشره وټاکل شوم، مننه چې په ما مو باور وکړ او د هېواد مشري مو راوسپارله، ژمنه یم چې په سختو حالاتو کې به زړور اقدامات وکړم."
لیز په خپلو خبرو کې د بریتانیا د اوسني لومړي وزیر بورېس جانسن د هڅو ستاینه هم وکړه چې د اوکرایین په جګړه کې یې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر وړاندې دریځ غوره کړی او په وینا یې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو پروګرام (برېګزيټ) ته یې د پای ټکی کېښود.
لیزو ټرس د خبرو پر مهال بریتانیا کې د مالیاتو د راټیټولو او لګښتونو د کمولو ژمنه تکرار کړه او زیاته یې کړه چې د بریتانیا د اقتصادي ودې لپاره "ځواکمن پلان" لري.
لیز ټرس وروسته له هغې د بریتاینا محافظه کار ګوند مشره او لومړۍ وزیره ټاکل کېږي چې پخوانی لومړی وزیر د ګوند مخالفینو د سختو نیوکو په پایله کې له دندې د استعفا ورکولو اعلان وکړه.