تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ريشي سوناک به د بريتانيا لومړی وزير شي
د رسمي اعلان له مخې د بريتانيا د خزانې پخوانی وزير ريشي سوناک د دغه هېواد د محافظه کار ګوند مشر او لومړی وزير ټاکل کېږي.
نوموړی وروسته له هغه لومړی وزير کېږي چې لیز ټرس د لومړي وزارت له دندې استعفا وکړه.
اغلې ټرس چې یوازې د یوې نیمې میاشتې لپاره د بریتانیا لومړۍ وزیره وه، د یو لړ سیاسي او اقتصادي بدلونونو له امله استعفا ته اړ شوه.
ټاکل شوې چې ښاغلی سوناک ته به د بريتانيا له پاچا سره تر ليدو وروسته په رسمی توګه د بریتانيا د لومړي وزير په توګه چارې وسپارل شي.
په داسې حال کې چې بريتانيا له سخت اقتصادي حالت سره مخ ده، له څلورو مياشتو په کمه موده کې د دغه هېواد دوو لومړي وزيرانو استعفاوې کړې دي.
د ریشي سوناک سياله مورډانټ له ټاکل شوي وخت وړاندې له نوماندۍ د سوناک په پلوۍ تېره شوه.
د بريتانيا پخوانی لومړی وزیر بورېس جانسن هم د يکشنبې پر ورځ له سيالۍ بهر شوی و.
تمه کېږي چې ریشي سوناک نن د برېتانیا د لومړي وزیر په توګه دفتر ته لاړ شي.
هغه د خپل کانزروېټیفس یا محافظه کار ګوند د مشرۍ او راتلونکي لومړي وزیر څوکۍ لپاره بېګا سیالي وګټله.
پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن او پيني مورډانټ چې له ښاغلي سوناک سره په سیالۍ کې وو په محافظه کار ګوند کې د هغه په څېر ملاتړ په تر لاسه کولو بریالي نه شول.
په خپله لومړنۍ وینا کې ښاغلي سوناک خبرداری ورکړ چې هېواد يې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی خو ژمنه يې وکړه چې په تواضع او روڼتیا به خدمت وکړي.
نوموړي وويل، "بريتانیا یو ستر هېواد دی، خو په دې کې شک نشته چې موږ له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ یوو. موږ اوس ثبات او یووالي ته اړتیا لرو او دا به زه اوس خپل لومړيتوب وګرځوم چې خپل ګوند او هېواد سره راټول کړم ځکه دا یوازينۍ لاره ده چې پر هغو ننګونو لاسبري شو چې ورسره مخ یوو او د خپلو ماشومانو او راتلونکو نسلونو لپاره غوره او ښېرازه راتلونکی جوړ کړو."
ریشي سوناک لومړنی کس دی چې له آر او توکمه بریتانوی نه دی او د دغه هېواد لومړی وزیر کېږي. دی چې اوس ۴۲ کلن دی په تېرو دوو سوو کلونو کې تر ټولو ځوان کس هم دی چې د حکومت مشري په لاس کې اخلي.
د ښاغلي سوناک مور او پلار دواړه هندیان دي او بريتانیا ته له ختیځې افريقا راغلي. پلار يې داکټر او مور يې هم خپل درملتون درلود. هغه په ۱۹۸۰ کال کې په سوت همپټن کې زیږېدلی. په وېنچېسټر کالج خصوصي ښوونځي کې یې زدکړې کړې او په رخصتیو کې يې په یوه رستورانت کې کار کاوه او بیا يې په آکسفورډ پوهنتون کې په فلسفه، سیاست او اقتصاد کې لوړې زدکړې کړې.
په سټنفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال يې د هندي ميلیاردر نارایانا مورتي له لور سره واده کړی. د ښاغلي سوناک کورنۍ له دې وړاندې د هغه د مېرمنې اکشاتا مورتي د مالياتي چارو له امله د خلکو تر نظر او تبصرو لاندې هم وه.
هغه د مشهورو او سترو شرکتونو لپاره د تحلیلګر په توګه هم کار کړی.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ریچمنډ یارکشایر څخه د محافظه کار ګوند وکیل دی. او فکر کېږي چې هغه د پارلمان له تر ټولو بډایو غړو یو دی.