کرېکټ؛ د افغانستان او پاکستان تمریناتي لوبه د باران له کبله بې نتيجې شوه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، عکس - ارشیف

استرالیا کې د کرېکټ ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته چمتووالي لپاره د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

د دې لوبې پچه پاکستان ګټلې او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه .

افغان لوبډلې ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۱۵۵ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له اړخه لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل پنځوسیزه ووهله.

هغه په ۳۷ توپونو ۵۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د افغانستان له اړخه ابراهیم ځدراڼ ۳۵ او عثمان غني په ۲۰ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

عثمان - شاهین

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان لپاره شاهین شاه اپریدي او حارث روف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې دویمه پاڼۍ کې چې پاکستاني لوبغاړي توپ وهنې لپاره میدان ته کیوتل ډېره لوبه ونه شوه.

لوبه دویمې پاڼۍ د دریم اوور نیمايي کې د باران له کبله ودرېده او د ورښت له دوام سره بېرته پیل نه شوه.

دا د نړیوال جام تر پیل وړاندې د افغانستان او پاکستان دواړو دویمه او وروستۍ تمریناتي ‌لوبه ده.

حضرت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د سر لوبغاړي ژر وسوځېدل
شاهین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د سر دواړه لوبغاړي د پاکستان کیڼ لاسي چټک توپ غورځوونکي شاهین شاه اپریدي وسوځول
کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ابراهیم ځدراڼ ۳۴ منډې وکړې او حارث رووف ۲ لوبغاړي سوځولي

افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه. خو پاکستان بیا خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې د انګلنډ لخوا مات شوی و.

د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې تر دې مخکې روان کال د تېر اسیا جام سیالیو پر مهال متحدو عربي اماراتو کې سره مخامخ شوې وې.

هغه لوبه سخته او په زړه پورې او پاکستان وروستي‌ اور کې په یوه وېکټ ګټلې وه.

د افغانستان او پاکستان تېره لوبه کې د ځینو لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړه او فزیکي چلن هم رامنځته شوی وی چې ورپسې پر خواله رسنیو د دواړو لوبډلو او د دوی د مینوالو ترمنځ ناندریو خواله رسنیو کې فضا لا پسې ډېره ناندریزه کړه.

افغانستان د نړیوال جام سیالیو کې له کوربه هېواد اسټرالیا، انګلنډ او نیو زیلنډ سره په لومړي ګروپ کې دی، او خپله لومړۍ رسمي لوبه به د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه له انګلنډ سره کوي.

په دې ګروپ کې به له یادو لوبډلو پرته دوه نورې لوبډلې هم د غوراوي پړاو له سیالیو وروسته ور اضافه کېږي، نو په دې معنا چې افغانستان به د نړیوال جام سیالیو لومړي پړاو کې ټولټال پنځه لوبې کوي.