لوېدیځ ته د سعودي شهزاده ګواښ؛ 'ټول جهاد او شهادت ته تیار یو'

خواله رسنیو کې د سعودي‌ عربستان وليعهد محمد بن سلمان د تره زوی 'سعود الشعلان' یوه ویډیو خپره شوې چې نوموړی پکې د لوېدیځو هېوادونو خلاف ګواښوونکې څرګندونې کوي.

دا ویډیو داسې مهال لاس په لاس کېږي چې تازه څو ورځې وړاندې امریکا د سعودي په مشرۍ د تېلو صادرونکو هېوادونو 'اوپېک' سازمان لخوا د تېلو تولید د کمېدو پر پرېکړه سختې نیوکې وکړې.‌

امریکا کې باور پر دې دی چې سعودي عربستان باید له دې کبله ونه بښل شي‌ او دا چې پر وړاندې یې د اقداماتو وخت را رسېدلی دی.

سعود الشعلان ظاهرآ د همدې غبرګون کې په انګلیسي او فرانسوي ژبو ثبت کړي ویډیويي پیغام کې لوېدیځ ته ګواښ کوي چې "که څوک د دغه هېواد او سعودي سلطنت موجودیت وننګوي، نو موږ ټول جهاد او شهادت ته چمتو یو."

د ښاغلي الشعلان دا ویډیو خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

له منځني ختیځه د سعودي عربستان د بشري حقونو وکیل عبل العوده وايي سعود الشعلان قبایلي مشر او د سعودي عربستان د بنسټګر عبدالعزیز لمسی دی.

ایا د واشنګټن او ریاض ملګرتیا خطر کې ده؟

د امریکا او سعودي عربستان اړیکې له څه مودې راهیسې له لوړو ژورو سره مخ دي.

د راتلونکې نومبر میاشتې پر ۱۵مه اندونیزیا کې د نړۍ شلو سترو اقتصادي هېوادونو "جي ۲۰" سرمشریزه جوړېږي.

دې غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولعیهد محمد بن سلمان هم ګډون کوي.

خو د ښاغلي بایډن ادارې وار له مخه ویلي چې هغه د دې ناستې په څنډه کې د سعودي له ولیعهد سره د لیدو هوډ نه لري.

سپینه ماڼۍ د تېلو تولید کمېدو لپاره د 'اوپېک پلس' پرېکړه د مسکو په ګټه بولي.

امریکا ځکه له دې پرېکړې خوښه نه ده چې د تولید له کمېدو سره د تېلو بیې لوړېږي او روسیه هم د تېلو یو ستر صادرونکی هېواد دی.

د تېلو او ګازو بیې ان وار له مخه پر اوکرایین د روسیې د برید له کبله هم لوړې شوې.

بلخوا روسیې په داسې حال کې اروپا ته د طبیعي ګازو لېږد چورلټ بند کړی چې هوا له ورځ بلې ته په سړېدو ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سعودي د همکارۍ جلبولو لپاره تېره جولای میاشت کې د ریاض دوره هم وکړه.

امریکا فکر کاوه چې دغه دودیز ملګری به یې د تېلو بیې لوړېدو ته پرې نږدي.

دغه هېواد دا هڅه هم وکړه چې د متحدو عربي اماراتو په همکارۍ سعودي عربستان دې ته راضي کړي چې د تېلو تولېد د کمولو پرېکړه بېرته واخلي، خو ځای یې ونه نیو.

نو واشنګټن داسې انګېري چې سعودي عربستان ورسره خیانت کړی.

ایا سعودي عربستان د روسیې اړخ نیولی؟

امریکا فکر کوي چې سعودي عربستان له روسیې سره ملا تړلې.

هغه داسې چې د تېلو د تولید کمېدو سره به نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شي او په دې توګه د روسیې اقتصاد ته ګټه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اروپايي متحدان یې د بندیزونو په لګولو سره هڅه کوي چې د روسیې اقتصاد کمزوری کړي.‌

امریکا کې د دیموکرات ګوند مشران له وړاندې د سعودي عربستان په اړه منفي لیدلوری لري.‌

جو بایډن هم د ۲۰۱۹ کال د ټاکنیزو منډو تړلو پر مهال د سعودي د منزوي کولو خبره کړې وه.

اوس بیا د امریکا کانګرس کې دیموکرات سیاستوال ریاض ته د درس ورکولو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ پر مهال د سعودي سره د امریکا اړیکې ډېرې ښې او نږدې وې.

بلومبرګ خپل رپوټ کې ویلي چې د امریکا دیموکرات ګوند کې ډېر پر دې نظر دي‌ چې ګوندې سعودي عربستان له جمهوریپالو سره مرسته او ملاتړ کوي.