تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند کېرلا ایالت کې دوه ښځې د کوډو یا تورې جادو یوه رسم په ترڅ کې وژل شوې دي
د جنوبي هند ایالت کېرلا کې ځايي پولیسو په دې تور درې تنه نیولي چې ګواکې دوه ښځې یې د "انساني قربانۍ" په نوم د کوډو یا جادو یوه رسم لپاره وژلې دي. په دوی کې یوه ښځه مېړه او بل سړی شامل دي.
د دغو وژل شویو ښځو پاتې شوني د هغوی تر قتل څو میاشتې وروسته د تېرې سې شنبې په ورځ موندل شوي دي.
پولیس وايي، تورنو کسانو دغه ښځې تر وژلو مخکې "څو ځله شکنجه کړې هم دي."
که څه هم دغو کسانو لا پر دوی د لګول شوي تور په ځواب کې څه نه دي ویلي ځکه چې د امنیتي ادارو په توقیف کې دي خو پولیس وايي، دوی پرخپل جرم اعتراف کړی او د قضیې څېړل پیل شوي دي.
خبرداری: په دغه رپوت کې ځينې داسې خبرې لولئ چې ښايي ومو غموي
دا زړه بوږنوونکې پېښه د هندي رسنیو سرلیک ګرځېدلې او د کېرلا خلک یې هېښ کړي دي. کېرلا د هند یو له تر ټولو پرمختللو ایالتونو بلل کېږي.
پولیس وايي، د تورنو کسانو له ډلې یې یو بهګاول سېنګ دی چې ځان "شفا ورکوونکی" بولي، ښځه یې ده، لیلا او درېیم هم د محمد شفيع په نوم یو "کوډګر" دی.
دوی درې واړه د کېرلا د ایډوکي ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د چهارشنبې په ورځ د کوچين یا کوچي ښار محکمې دغه کسان د درو اوونیو لپاره قضايي توقیف ته واستول.
د کوچین پولیسو کمېشنر ناګاراجو ویلي، دغه پېښه شاوخوا څلور میاشتې مخکې شوې ده او ادعا یې کړې چې ګواکې د ښځې د سحر یا جادو د یوه رسم په ترڅ کې د ډېرې "مالي ګټې" تر لاسه کولو لپاره وژل شوې دي.
خو زیاتوي چې دا د دوی لومړنۍ انګېرنه ده او د تورنو کسانو اعتراف ته په کتو دا خبره کوي خو لا نورې څېړنې روانې دي.
"توره جادو یا تور کوډي" لا هم د هند په ځينو سیمو کې خلک مني او عقیده پرې لري.
دوی پر دې باور دي چې د دې کار په کولو سره خپل ژوند ته سوکالي راوړلی شي، وچې ښځې یې په مرسته اولادونه زېږولی شي، ناروغۍ له منځه وړي او لا ډېر بارانونه ورولی شي.
پولیس وايي، تورنو کسانو وژل شوې ښځې، چې کوچین ښار کې یې د لاټرۍ ټېکټونه خرڅول، تېرایستلې وې او د پیسو ګټلو حرص یې ورکړی و. وروسته یې له دواړو سرونه پرې کړي او بدن یې ټوک ټوک کړی و.
د دوی د وجود پاتې شوني د بهګاول سېنګ کور سره څنګ کې خښ شوي وو چې وروسته راویستل شول خو کورنیو د دغو ښځو د بدن خراب شوي غړي ونه شول پېژندلی نو ځکه د ډي اېن اې څېړنو ته ولېږل شول.
د کېرلا ایالت اعلی وزیر پينارای وېجاین ویلي، دغه جنایت "انساني وجدان لړزولی دی" او د "خرافاتي دلایلو" له کبله هغه هم په کېرلا ایالت کې، بیخي له تصوره لرې خبره ده.
د پېښې قربانیان څوک دي؟
پولیسو د پادمام او روسيلي په نوم دوه ښځې د دې پېښې د قربانیانو په توګه یادې کړې دي.
پادمام ۵۷ کلنه او د کوچي د دهارماپورم ولسوالۍ اوسېدونکې ده او روسيلي ۴۹ کلنه د کالاډي په یوه کلي کې مېشته وه.
د پادمام زوی په تېره سپتمبر میاشت کې پولیسو ته رپوټ ورکړ چې مور یې ورکه ده. د هغې خور پالنیاما بي بي سي ته ویلي چې، "هغه یوازې اوسېدله او هر ماخوستن به یې ما ته زنګ کاوه او خبرې به مو سره کولې. خو له څو ورځو راهیسې د هغې زنګ نه راته. کله یې چې کور ته ورغلم، دروازه یې کولپ وه. موبایل یې هم بند و."
کله چې پولیسو د هغې د موبایل پلټنه وکړه نو ښکاره شوه چې د تورنو کسانو له ډلې شفیع نومي سړي څو ځلې اړیکه ورسره نیولې وه او همدا راز د سیمې یوه بل کس، یاني دویم تورن بهګاول سېنګ هم شفیع ته ډېر زنګونه کړي وو.
کله چې ښاغلی سېنګ وپوښتل شو نو هغه پر خپل جرم اعتراف وکړ.
پولیس ادعا کوي، په پلټنو کې ورته جوته شوه چې د سېنګ ښځه او شفیع هم په دې جرم کې شریک وو او وروسته یې ومنله چې د روسيلي په نوم یې یوه بله ښځه هم په تېره جون میاشت کې وژلې ده.
د پولیسو یوه ځايي افسر پراکاش خبریالانو ته ویلي چې، "دا ډېره عجبه پېښه ده" او په خبره یې، "موږ هڅه کوو مالومه کړو چې دا هر قتل دقیق څه وخت شوی دی او هسې نه ځينې نور قربانیان هم و اوسي."