هند کې دوه خويندې تر "جنسي تېري" وروسته په دار ځړول شوې دي

د هند په اوترپردېش ایالت کې د دوو خوېندو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې په یوه ونه کې راځوړند وو. شک دی چې پر دوی جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې دي.

ځايي پولیس وايي، د دواړو مړي یې د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په لکیمپور سیمه کې موندلي دي. دوی له هغه وروسته پلټنې پیل کړې دي چې د دغو نجونو کورنۍ ویلي، هغه تښتول شوې او جنسي تېری پرې شوی دی.

پولیس وايي، شپږ تنه یې د جنسي تیري او وژنې په تور نیولي او د مړو جسدونه یې عدلي طب ته د څېړنو لپاره لېږلي دي.

د دغو دواړو نجونو عمرونه تر اتلسو کم ښودل شوي او د دالېت ذات اړوند دي چې په هندوانو کې د دغه ذات خلک عموماً له ژور توپيري چلند سره مخ کېږي.

دوی ته چمار هم ویل کېږي او په هندو مذهب کې داسې خلک ګڼل کېږي چې باید څوک ورنږدې او یا یې لمس نه کړي.

په داسې حال کې چې د هند په اساسي قانون کې د دغه ذات خلکو ته هم د ژوند کولو قانوني خوندیتوب او حق ورکړل شوی دی خو بیا هم په ټولنه کې له تاوتریخوالي او توپیري چلند یا تعصب سره مخ کېږي.

په ۲۰۲۰ کې هم د همدغه ذات پر یوې ۱۹ کلنې نجلۍ په همدغه ایالت اوترپردېش په هتراس سیمه کې ډله ییز جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې وه. هغې پېښې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول او دا یې په ډاګه کړه چې د دالېت ذات خلک د هندوانو تر منځ‌ له څومره ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

"تورنو کسانو هغوی ځکه په دار ځړولې چې ښکاره کړي، ځانونه یې وژلي دي"

دې تازه پېښې هم خلک قهرولي، ځینو ځايي خلکو او د حکومت اپوزیسون ګوندونو اعتراضونه او لاریونونه پیل کړي دي.

پولیس وايي، نجونو تورن کسان پېژندل او ښايي کورنۍ ته یې مالومات وي خو کورنۍ یې وايي چې نه، هغوی تښتول شوې وې.

ځايي رسنیو د نجونو د مور له خولې ویلي چې لوڼې یې موټرسایکل سپرو له ځانه سره یوړې. د نجونو مور ویلي، هڅه یې وکړه چې د هغوی مخه ونیسي خو تښتوونکو پر دې هم برید وکړ.

کورنۍ یې وايي، دوی وروسته په نجونو پسې وګرځېدل چې بلاخره یې په ونه کې راځوړندې وموندلې.

د اوترپردېش ایالت د لکیمپور ولسوالۍ امنیه قومندان سنجیو سومن وايي، دغه خوېندې د ګنیو پټيو ته وړل شوې او وروسته په مرموز ډول وژل شوې دي.

په خبره یې، "وروسته تورنو کسانو د هغوی مړي په ونه پورې راځونډ کړي چې ښکاره کړي، هغوی ځانونه وژلي دي."

پولیس وايي، یو تورن کس یې د تېښتې پر مهال نیولی دی.

د ځايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د چهارشنبې په ماخوستن پولیس هغه مهال د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول چې غوښتل یې د دغو نجونو کور ته ورشي. خلک د دې کورنۍ په ملاتړ په اعتراض راوتلي وو.

لامل دا دی چې د دالېت ذات خلکو تر منځ پر پولیسو ډېر شکونه شته او دوی نیوکه کوي چې ګواکې پولیس په داسې پېښو کې د "ټيټ ذات" خلکو په کیسه کې نه وي او د "لوړ ذات" خلکو د خوندیتوب او ساتنې لپاره هڅې کوي.

پر انساني پېښه "سیاسي ناندرۍ"

د دغو خوېندو کورنۍ همدا راز پر پولیسو تور پورې کړی چې د هغوی مړي یې وختي خښ کړي او دوی ته دا موقع نه ده ورکړل شوې چې وروستۍ خدای پاماني ورسره وکړي.

اوترپردېش د هند په شمال کې یو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ایالت دی چې تر ۲۰۰ میلیون ډېر وګړي ژوند پکې کوي او د دالېت ذات ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پخوا هم پکې شوې دي.

خلک نیوکه کوي، په داسې حال کې چې په هند کې ټولو ته د یو شان حق ورکولو او د جنسي تېري د مخنیوي قوانین شته خو بیا هم داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې په دغه هېواد کې دې د ښځو پر وړاندې جرمونه کم شوي وي.

د دغو نجونو په دا ډول وژنې د اوترپردېش ایالت د اعلی وزیر یوګي ادېتیانات پر ضد د اپوزیسیون ګوند مشرانو نیوکې او قهر پارولی دی او تورنوي یې چې حکومت یې له بې قانونۍ ډک دی.

د سمجوادي ګوند غړي اکېلېش یادف پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د یوګي په حکومت کې لنډغر هره ورځ مېندې او خوېندې ځوروي، دا ډېره د شرم خبره ده. حکومت باید دا مسئله وڅېړي او مجرمانو ته سخته سزا ورکړي."

د کانګرېس ګوند غړې پریانکا ګاندي هم د یوګي پر ضد څرګندونو کې ویلي، "په ورځپاڼو او تلویزونونو کې له ناسمو بیانونو سره قانون نه پر ځای کېږي. بلاخره ولې په اوترپردېش کې د ښځو پر وړاندې جنایي جرمونه په زیاتېدو دي؟"