هند کې د جنسي تېري او وژلو له امله څلور کسان اعدام شول

د هند پلازمېنه ډېلي کې هغه څلور مجرمان اعدام شول چې پر ۲۰۱۲ کال یې پر یوه زدکوونکې ډله ییز جنسي تېری کړی او بیا وژلې وه.

ډېلي کې یوې محکمې پر ۲۰۱۳ کال دې مجرمانو ته د مرګ سزا اورولې وه.

سترې محکمې د دوو مجرمانو پر سزا د غور غوښتنه رد کړه او دا څلور مجرمان پرون اعدام شول.

هند کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې لومړی ځل دی چې یو څوک اعدامېږي.

د ۲۰۱۲ کال ډيسمبر کې د ډېلي سوېل ته په نربهیا ډله ییز جنسي تېری وشو او بیا ووژل شوه.

له دې پېښې وروسته ټول هند کې د جنسي تېري او پر ښځو د ظلم خلاف مظاهرې وشوې.

د دې مظاهرو له امله له کم عمره ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي او تېري مسلو کې سزا زیاته او عمر بند او اعدام ته ورسېده.

په دوی کې یوه مجرم ګپتا سترې محکمې ته یوه غوښتنه کې ویلي و چې د جرم په وخت بالغ نه و او بل مجرم مکیش سینګ هم د محکمې دا پرېکړه په دې ننګولې وه چې د جنسي تېري پر مهال ډېلي کې نه و، خو د دواړو غوښتنلیکونه رد شول.

د وژل شوې نربهیا مور وايي، بالاخره یې له لور سره انصاف وشو.

مجرمانو د قانوني ناندریو کارولو سره درې ځلې د اعدام نېټه وځنډوله، خو بالاخره سترې محکمې د دوی پر غوښتنه بیا غور رد کړ او پرون یې اعدام کړل.

د پنجشنبې په ورځ چې دا کسان اعدامېدل د یوه مېرمن په محکمه کې فریاد وکړ چې د خاوند له پانسۍ مخکې دې هغې ته طلاق ور کړل شي، ځکه نه غواړي چې ټولنه کې د تېریګر د کونډې په نوم یاده شي.

خو دا فریاد هم د مجرمانو د اعدام درولو لپاره یو بل دام وبلل شو او نه واورېدل شو.