ایران کې احتجاجونه؛ د فرانسې ولسمشر د "مېړنیو ښځو" ملاتړ کړی دی

د فرانسې ولسشمر ایمانول مکرون په ایران کې د روانو احتجاجونو ملاتړ کړی او د دوی پر ضد یې د ایران حکومت چلند غندلی دی.
ښاغلي مکرون همدا راز د ښځو حقونو په موخه د ایرانیو مېرمنو او نارینه و مبارزه ستایلې ده.
هغه د یوه ایراني هنرمند شروین حاجي پور د "ازادۍ لپاره سندره" نه په الهام پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د هغه څه لپاره چې ایرانيو ښځو په مېړانې سره خپل پړوني له سره لرې کړل او د وسلې په مقابل کې ودرېدلې، د هغه څه لپاره چې ځوانان او سړي د ښځو حقونو لپاره جنګېږي او د هغه څه لپاره چې دغه نړیواله مبارزه روانه ده، فرانسه یې ملاتړ کوي او د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره د ایران رژيم چلند غندي."
یاد ایرانی هنرمند ایران حکومت بندي کړی او په ضمانت خوشې شوی دی خو "د ازادۍ لپاره سندره" یې پر خواله رسنیو، په ځانګړي ډول پر ټوېټر ډېره لاس په لاس شوې او خورا مشهوره شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د فرانسې ولسمشر نه مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم د اعتراض کوونکو او محصلانو نیول او ځپل یو "وحشیانه عمل" بللی او په کلکه غندلی و.
ایران کې د څلورو اوونیو وروسته لا هم احتجاجونه روان دي.
ناروې کې د ایران بشر حقونو مرکز وايي، دغه هېواد کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته احتجاجونو کې تر اوسه ۲۰۱ کسان وژل شوي چې ۲۳ تنه یې ماشومان دي.
یاد مرکز په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېرو درېیو ورځو راهیسې یې په کرد مېشته سیمو کې د احتمالي وژنو په اړه څېړنې روانې کړي چې کره شمېر یې معلوم کړل شي.
د بشر حقونو د دغه مرکز د خپرو شویو شمېرو له مخې تر ټولو زیات کسان په سیستان او بلوچستان کې وژل شوي چې ۹۳ تنه دي.
دغه مرکز همدا راز کردستان کې او په ځانګړې ډول سنندج کې احتجاج کوونکو سره د د تاوتریخوالي خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې سملاسي دې دغې پېښې ته غبرګون وښيي.
د رپوټونو له مخې، کردستان په څو ښارونو کې هټیوالو د اعتصاب په ډول خپلې هټۍ ګانې او مغازې تړلې دي، او دا اعتصابونه کرمانشاه او د ازربایجان لویدیځ برخه کې هم روان دي.
د کردستان بشر حقونو څار دفتر ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې ښکاري په سنندج او سقز ښارونو کې هټیوالو خپلې هټۍ تړلې دي.
رپوټونو کې راغلي چې، په سنندج ښار کې انټرنټ پرې شوې او د کردستان په ځینو ښارونو کې هم انټرنېټي ستونزې شته.

د عکس سرچینه، EPA
له سقز وروسته سنندج ایران کې لومړی ښار دی چې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته احتجاجونه پیلوي. سقز د مهسا د اوسېدو ځای و.
اوونۍ وړاندې ایران کې د احتجاجونو پر مهال د نیکا شکرامي په نامه یوې پیغلوټې د وژل کېدو رپوټونه هم خپاره شوي و چې مور یې چارواکي د خپلې لور پر وژنه تورن کړي و.
تهران کې د یوې هدیرې لخوا د مړیني خپور شوی تصدیق چې بي بي سي ترلاسه کړی و، وايي، نیکا د "د یوه کلک توکي د ګوزارونو د ډېرو ټپونو" له امله مړه شوې.
د نیکا شکرامي کورنې د پېښې په اړه ویلي و چې، د لادرکۍ ۱۰ ورځې وروسته یې د هغې مړی د توقیف ځای په سړخونه کې ومونده او بیا امنیتي ځواکونو پټ کړ او په پټه یې ښخ کړی دی.
په ورته مهال، ایراني چارواکو بیا هغه راپوټونه رد کړي و چې ګنې یوه بله ۱۶کلنه نجلۍ سرینا اسماعیل زاده د سپټمبر په ۲۳ مه د ایران په شمال ختیځ کرج کې د اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په ډنډو له وهلو وروسته مړه شوې.
ایران کې دغه احتجاجونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنه کردۍ نجلۍ تېره میاشت د ایران د اخلاقي پولیسو له لوري ونیول شوه او له نیول کېدو وروسته په مرموز ډول مړه شوه.
په دغو احتجاجونو کې د وژنو سربېره خبریالان، پوهنتون محصلین او مدني فعالانو په ګدون ګڼ نور کسان نیول شوي هم دي.








