بريتانوۍ نرسه د ۷ ماشومانو په وژنه تورنه شوې

په بریتانیا کې د زېږنتون یوه روغتیاپاله د اوو نویو زېږدلو ماشومانو پر وژلو او د لسو نورو د وژنې په هڅه تورنه شوې ده.

محکمې ویلي، په کاونټېس چېسټر روغتون کې د اوو روغو رمټو نوزېږه ماشومانو په مړینه کې د زیاتوالي پر مهال ۳۲ کلنه قابله لوسي لېتبې په زېږنتون کې وه.

پر اغلې لېتبې همدا راز د لسو نورو ماشومانو د وژلو هڅې تور هم پورې شوی دی.

قاضي نیک جانسون هغه "بدغوښتونکې" بللې ده او ویلي یې دي، دا یو عمومي روغتون و چې ګڼه ګوڼه پرې زیاته وه او د نوزېږو ماشومانو پالنه او درملنه هم پکې کېدله خو په خبره یې، یوه زهرورکوونکې یا مسموونکې هم په کې په کار بوخته وه.

خو لوسي لېتبې پر دې لګول شوي تورونه رد کړي دي.

پر دې د ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونو تر منځ په کاونټېس چېسټر روغتون کې د ۱۷ ماشومانو د وژلو او د وژنې د هڅې تور ‌پورې شوی و.

دا هغه مهال و چې په لنډه موده کې په دغه روغتون کې د نویو زېږدلو ماشومانو مړینه د پام وړ ډېره شوه او د دغه روغتون سلاکاران یې په لامل پسې ګرځېدل.

ښاغلي جانسون ویلي، "که څه هم دوی لامل پیدا نه شو کړای خو سلاکارانو د دې مړینې او د پټ لامل تر شا یوه مشترکه وجه پيدا کړې ده، او هغه دا چې د دغو پېښو پر مهال قابله لوسي لېتبې په زېږنتون کې وه."

دغه قاضي همدا راز ویلي چې د دغو ماشومانو مړینه کومه طبعي پېښه نه وه بلکې، "موږ وایو چې دا ټول د هغې ښځې کار و چې هغه مهال هلته وه."

دا قضیه لا روانه ده او ویل شوي چې محکمه به ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه واوروي.

د ماشومانو د قتل په تور دغه تورنه شوې روغتیا پاله لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال په جولاي میاشت کې ونیول شوه.

نن دوشنبه د مانچسټر په محکمه کې حاضره شوه او پرې لګول شوي ټول ۲۲ تورونه یې بې بنسټه وبلل او ویل یې چې بې ګناه ده.