تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نایجېریا کې د بېړۍ اوښتلو پېښه کې لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي
د نایجېریا د سویل ختیځ انامبرا ایالت کې د یوې بېړۍ اوښتلو پېښه کې لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.
دا بېړۍ چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې سپاره وو ، د جمعې پر ورځ اوګبارو سیمه کې اوښتې او ډوبه شوې ده.
د پېښې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان ښودل شوي.
رپوټونو کې راغلي چې دغو کسانو د دوی پر سیمه د سیلابي اوبو د ورتلو له کبله خوندي ځای ته د وتلو هڅه کوله چې بېړۍ پرې واوښته.
د نایجېریا ولسمشر محمدو بوهاري دا پېښه غم لړلې بللې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
هغه همدا راز د هېواد په کچه د اوبو ترانسپورتي سیستم د خوندیتابه تدابیرو د بیاکتنې امر کړی او ویلي چې د بېړنیو خدماتو غړي باید د بې درکه کسانو موندلو لپاره ټولې لارې چارې وکاروي.
ښاغلي بوهاري پر دولتي ادارو غږ کړی چې "د ترانسپورتي بېړیو د خوندیتابه پروتوکول له سره وګوري او دا ډاډمنه کړي چې راتلونکې کې د داسې پېښو مخه نیول کېږي."
ځايي رسنیو ویلي ډوبه شوې بېړۍ کې سپاره کسان اوګباکوبا سیمه کې نکوو مارکېټ ته روان وو چې له دې پېښې سره مخ شول.
ځینو چارواکو ویلي چې د بېړۍ ماشین له کاره لوېدلی او تر ډوبېدو وړاندې یوه پله سره جګېدلې ده.
د نایجېریا سویل ختیځ کې د ملي بېړني مدیریت اژانس همغږه کوونکي 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي چې سیمه کې "د اوبو کچه ډېره لوړه او د لټون عملیاتو لپاره له خطر ډکه ده."
د انامبرا والي 'چارلېس سولوډو' ویلي چې دې پېښې د دغه ایالت حکومت او اوسېدونکي دواړه هېښ کړي دي.
نایجېریا کې د بېړیو اوښتلو پېښې نسبتآ ډېرې کېږي او دغو پېښو ته تر ډېره له ټاکلې اندازې ډېر بار او د خوندیتابه کمزورو تدابیرو سره تړاو ورکول کېږي.