تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین پر زاپورژیا ښار د روسیې برید لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي
د اوکرایین دفاع وزارت وايي، د اوکرایین په سویل ختیځ کې پر زاپورژیا د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ژوبل دي.
د رپوټونو له مخې، برید څو استوګنیزې ودانۍ هم ویجاړې کړي دي.
دا ښار اوس د اوکرایین تر کنټرول لاندې دی خو د هغې سیمې برخه ده چې تېره مياشت یې روسيې د خپلولو ادعا کړې وه.
وروسیتو کې پر زاپورژیا پرلپسې بریدونه کېږي ځکه چې روسیې د اوکرایین په سویل او شمال ختیځ کې له ماتې وروسته پر ښارې سیمو بریدونه زیات کړي.
د اوکرایین د زاپورژیا سیمه ییز والي الکساندر ستاروخ ویلي ۱۲ روسي توغندیو یوه نهه پوړیزه ودانۍ سطحي ډول ویجاړې کړې خو پنځه نورې یې بیا په بشپړ ډول نړولي دي.
هغه په ټیلیګرام کې ویلي:" ښايي تر خاور ولاندې نور کسان هم وي، د پېښې ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي، اته کسان لا د مخه ژغورل شوي دي."
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي دا بریدونه "پر سوله غوښتونکو کسانو بې رحمه بریدونه" بللي دي.
نوموړي ویلي:"بشپړه بې رحمي ده، چا چې دا امر کړی او چا چې عملي کړی ټول وحشیان او ترهګر دي، دوی به یې د خلکو او قانون پر وړاندې مسولیت پر غاړه واخلي."
دا برید ورسته له هغې کېږي چې روسي چارواکو تېره ورځ، د روسیې او کریمیا تر منځ د یوازیني نښلیدونکي پله د ویجاړېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې د یوې لارۍ په چاودنه کې وېحاړ شوی دی او له چاودنې وروسته هغه ټانکرونو هم اور اخیستی چې تیل پکې بارو و.
د اوکرایین حکومت مخامخ د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې خو ولسمشر ولودمیر زلینسکي د شنبې پر روځ په خپله شپنۍ وینا کې دې پېښې ته په اشارې ویلي:" نن بده ورځ نه وه، زموږ پر خاوره لمر و."
او زیاته یې کړه:"خو له بده مرغه سره له دې چې هوا توده وه خو کریمیا کې وریځ وه."
روسیې د یاد پله له ویجاړېدو وروسته د دغه سیمې د امنیت پر ټينګولو ټیګار کړی او ویلي یې دي چې د پله ویجاړو شویو برخو د رغولو چارې به سملاسي ډول پیل کړي.
د روسیې ولسمشر ولودمیر پوتین اوس د دغه هېواد د فدرالي امنیت خدمتونو (اېف اېس بي) ته امر کړی چې د روسیې او کریمیا نښلووونکي دغه پل څارنه وکړي.
د روسي اژانسونو د رپوټونو له مخې، د روسیې لومړي وزیر مرستیال امر کړی چې د پله ویجاړې شوې برخې دې ژر تر ژره لرې کړل شي او لامبو وهونکي دې تر ابو لاندې د پله ځینو برخو د ویجاړۍ پلټل پیل کړي.
کرایمیا په ۲۰۱۴ کال کې روسانو له ځان سره یو ځای کړه او اوس همدغه پول په اوکرایین کې د جګړې د اکمالاتو لپاره کارول کېده.
دغه پول د روسیې د ولسمشر ولادیمر پوتین په لار ښوونه په ۲۰۱۸ کې جوړ شوی دی او موخه یې دا بلل شوې وه چې وښيي کرایمیا د روسیې برخه ده.روسیې د اوکرایین جنوبي سیمو ته د همدغه پله له لارې پوځي وسایل، پوځیان او نور توکي لېږدولې دي.
له همدې امله اوکرایین چاروکو دغه ځای قانوني هدف بللی وو او ویلي دي چې کرایمیا به بیرته تر لاسه کوي.