اردوغان: پوتین چمتو دی چې اوکرایین کې جګړه پای ته ورسوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، باوري دی چې د روسیې ولسمشر ولودمیر پوتین اوکرایین کې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دی او دې برخه کې به "پام وړ ګام" پورته کړي.

نوموړي ویلي پوتین سره یې له وروستیو خبرو دا اخیستنه کړې چې هغه غواړي "هر څومره ژر چې شوني وي دا جګړه پای ته ورسوي."

اردوغان دا خبره داسې حال کې کوي چې اوکرایین روانه میاشت د خپلې خاورې ځینې برخې بېرته له روسانو نیولې دي.

د ترکیې ولسمشر اشاره وکړه چې اوسنی وضعیت او د جګړې دوام د روسیې لپاره"ډېر ستونزمن" دی.

ښاغلي اردوغان تېره اوونۍ ازبکستان کې په یوه سرمشریزه کې پوتین سره د خپلو "پراخو خبرو اترو" یادونه کړې.

د ترکیې ولسمشر پي پي اېس امریکايي رسنۍ سره خبرو کې ولسمشر اردوغان ویلي:"هغه واقعاً ماته ښيي چې غواړي ډېر ژر دا هر څه ختم کړي، دا زما انګېرنه وه ځکه اوس دا هر څه خورا ستونزمن دي."

هغه دا هم وویل چې ډېر ژر به د دواړو خواوو تر منځ ۲۰۰ بندیان تبادله شي، خو په دې اړه یې نور جزیات ور نه کړل چې د دغه ډول بندیانو په تبادله کې به څوګ شامل وي.

ښاغلي اردوغان څو ځله د جګړې پر مهال د منځګړتوب هڅه کړې، سره له دې چې پر روسیې د لویدیځ بندیزونو مخالفت یې کړی خو د ناټو غړي په توګه یې د ترکیې "متوازن "دریځ ساتلی و.

هغه د ملګرو ملتونو سره له اوکرایینه د غلو د صادراتو د بیا پیلولو په برخه کې هم د یوه منځګړي په توګه مرسته وکړه او تېره اوونۍ یې وویل چې، هڅه کوي د مخامخ اوربند خبرې تنظیم کړي.

ورته وخت کې د روسي ځواکونو له لوري د لوهانڅک ختیځي سیمې د بشپړ نیول کېدو وروسته اوکرایین بېرته پر دغو سیمو کنټرول ترلاسه کړ.

د لوهانڅک اوکراییني مشر سرهي هایدای ویلي چې روسي ځواکونه د بیلوهور له سیمې شاته تګ کړی خو هڅه کوي چې نورې برخې لاندې کړي.

ولسمشر ولودمیر زېلینسکي وویل"اشغالګر ښکاره په وېره کې دي."

د روانې میاشت پیل کې اردوغان لویدیځ د روسیې پر وړاندې "د تحریکوونکي" سیاست پر غوره کولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې شونې نه ده چې جګړه دې "داسې ژر" پای ته ورسېږي.

تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ویلي و د اوکرایین ولسمشر لیدو ته چمتو دی.

خو له دې هر څه سربېره روسیې لا هم داسې هیڅ اشاره نه ده کړې چې څرګنده کړي، د هغو سیمو بېرته سپارلو په ګډون چې ۲۰۱۴ کال کې نیول شوې وې د اوکرایین له خاورې د بشپړ وتلو لپاره د کیېف غوښتنې منلو ته چمتو دی.

کریمیا هغه مهال د روسیې برخه ګرځېدلې وه اوس پخواني ولسمشر دیمیتري مدودوف ویلي چې د روسيې په ملاتړ بېلتون غوښتونکي باید د لوهانڅک او دونیڅک د سیمو یو ځای کولو لپاره چې د دونباس په نامه پېژندل کېږي ټولپوښتنه ترسره شي.

پوتین په پرله پسې ډول د اوکرایین د دونباس سیمې "ازادي" یې د روسیې اصلي هدف په ګوته کړی خو ښاغلی میدودوف چې اوس د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی وايي"دونباس کې ټولپوښتنه حتمي ده"

لوهانڅک او دونیڅک کې د روسیې په ملاتړ سیمه ییزو مشرانو هم د بېړنۍ ټولپوښتنې غوښتنه کړې.

د پي بي اېس امریکايي رسنۍ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا روسیې ته باید اجازه ورکړل شي چې هغه سیمې وساتي چې فبرورۍ کې نیولي او دا به د سولې د تړون برخه وي؟ ښاغلي اردوغان وویل:"نه له شک پرته نه."

هغه دا هم وویل چې د اوکرایین هغه برخې چې شغال شوي بېرته به سپارل کېږي.

خو دا نه ده څرګنده چې په دې کې به هغه سیمې هم شاملې وي چې ۲۰۱۴ کال کې د روسیې په ملاتړ بیلتون غوښتونکو نیولې دي.