تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اووه مهم پړاونه چې د پوتین شخصیت یې جوړ کړی
- Author, مارک ګالیوتي
- دنده, علمي شخصیت او لیکوال
ولادیمیر پوتین به د جمعې پر ورځ ۷۰ کلن شي. له دې سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې دی ولې په داسې یوه مستبد شخص بدل شو، چې پر اوکرایین یې یرغل وکړ؟
دلته د نوموړي د ژوند اووه داسې مهم پړاوونه یاد شوي چې د پوتین په ژوند کې یې مهم بدلونونه رامنځته کړل او له لوېدیځوالو سره یې د ده د ... کې مهم رول لوبولی.
د جوډوکاراټې زدکړه ۱۹۶۴
پوتین چې په لیننګراد کې زېږېدلی و، په نړیواله جګړه کې یې د ۸۷۲ ورځنۍ محاصرې وېره لا هم په زړه کې وه. ځوان پوتین په ښوونځي کې یو جنجالي هلک بلل کېده او د هغه مهال نژدې ملګري یې وايي: ''ده له هر چا سره شخړه کولای شوای، ځکه وېره یې په زړه کې نه وه. ''
هغه مهال د ښار کوڅې د مجرمانو له ډلو، ټپلو ډکې وې او همدا وخت و چې ۱۲ کلن پوتین د روسي رزمي سپورت سامبو او ورپسې بیا د جوډو، کاراټې زدکړه پیل کړه.
تر اتلس کلنۍ پورې یو نامنظم زلمی پوتین نه یوازې له ډسپلن سره بلد شوی و، بلکې په کاراټې لوبه کې یې تور رنګه ملاتړ یا بلېک بېلټ تر لاسه کړی و.
ده د کم عمره لوبغاړو په ملي سیالیو کې دویم ځای هم ګټلی و.
په دې لړ کې یې لومړنی باور دا و، چې په دې خطرناکه نړۍ کې باید پر ځان غاوره واوسي او د ده په خپله وینا که د یوې شخړې مخه نه شي نیول کېدای، باید لومړی ګوزار وکړي او داسې ګوزار وکړې، چې مخالف دې په پښو و نه درېږي.
له کي جي بي سره دندې غوښتنه
معمولاً خلک د کي جي سیاسي څانګې له پولیسو مرکزه ډارېدل. د سټالین واکمنۍ پر مهال ډېر کسان د دې ادارې له زندانونو ګولاکونو یا د جبري کار کمپونو ته استول شوي وو.
ځینې کسانو به د بالشوی دوم یا 'لوی کور ' په نامه دې مرکز پسې طنزاً ویل چې دا په لیننګراد کې تر ټولو دنګه ودانۍ ده، ځکه له ځمکتلونو یې سایبریا لیدل کېږي.
خو پوتین لا ۱۶ کلن و، چې د دې ودانۍ په دروازه کې پر پرتې سرې غالۍ تېر شو او له مسوول کسه یې د دې ادارې دندې موندلو معلومات غوښتي وو.
ده ته ویل شوي وو، چې یا باید پوځي خدمت وکړي او یا یو تعلیمي سند ترلاسه کړي، د قانون په برخه کې د زدکړو ورته ویل شوي و، چې هماغسې یې وکړل او د قانون په برخه کې د سند له ترلاسه کولو وروسته یې له کي جي بي سره دنده هم وموندله.
د پوتین لپاره کي جي بي د ښار یوه داسې تر ټولو ستره غدۍ وه، چې هم یې شخصي امنیت تضمیناوه او هم یې له ګوندي همکارۍ پرته د پرمختګ زمینه برابروله.
د یوې ډلې په محاصره کې
پوتین په کي جي بي کې لوړ مقام ته و نه رسېد، خو د جرمن ژبې زدکړې له کبله همالته په ۱۹۸۵ کال کې دریسزدین ته واستول شو، او ارام ژوند یې کاوه، چې د ۱۹۸۹ کال په نومبر کې د ختیځ جرمني رژیم په خورا چټکی سره مخ په نړېدو شو. دی یو مناسب کارکوونکی و، خو له هغو کسانو نه و، چې چټک پرمختګ کوي.
د هماغه کال د دسمبر پر پنځمه یوه ډله خلکو د کي جي بي دریسزدین مرکز محاصره کړ، پوتین د سره پوځ نژدې مرکز ته د مرستې لپاره ټیلیفون وکړ، خو هغوی مایوس کړ.
ځواب یې ورته دا و، چې: ''موږ د مسکو له امر پرته هېڅ نه شو کولای او مسکو غلی دی. '' پوتین همالته د مرکزي ځواک له ناڅاپي شړېدو وېره زده کړه او ژمن شو، چې دی به هاغسې څه نه تکراروي چې د ده په وینا د میخایل ګورباچوف تېروتنه وه.
د خوړو بدل کې د تېلو پروګرام کاروبار ۱۹۹۲
پوتین د شوروي له منځه تلو سره کي جي بي دنده پرېښوده، خو وروسته یې د هغه ښار د ښاروالۍ برخه کې رول جووت شو، چې نوم یې سنټ پېټرزبرګ ته اوښتی و.
د پوتین په هکله ویل کېدل چې د اقتصادي رکود پر مهال یې د ۱۰۰ میلیونو ارزښت تېلو او فلزاتو بدل کې د ښاریانو لپاره د خوړو موندلو یوه سودا کې د مرستې هڅه کړې وه.
عملاً هېچا خواړه و نه لیدل، خو په تحقیقاتو کې معلومه شوه، چې پوتین، ملګرو یې او ځینې بدمعاشانو پیسې جېبونو ته کړې وې. په نویمو کلونو کې پوتین وپوهېد، چې سیاسي نفوذ د پیسو ترلاسه کولو لپاره یو جنس کېدای شي او بدمعاشان ښه متحدین دي.
کله چې د ده شاوخوا خلکو له خپلو حیثیتونو ښه ګټه- وټه کوله، نو ده به ولې نه کوله؟
پر جورجیا یرغل
په ۲۰۰۰ کال کې چې پوتین د روسیې ولسمشر شو، غوښتل یې له لوېدیځوالو سره په خپلو شرطونو داسې ښه اړیکي وساتي، چې د پخواني شوروي په ټولو جمهوریتونو کې د روسیې نفوذ پر ځای وي، خو نوموړی ژر مایوس شو. دی وروسته له دې کبله غوسه و، چې د ده په باور لوېدیځو هېوادونو هڅه کوله روسیه ګوښې او بې مانا ثابته کړي.
کله چې د جورجیا ولسمشر میخایل ساکاشویلي ژمنتیا وښووله چې هېواد به یې له ناټو سره یو ځای شي، د پوتین لپاره د روسیې ملاتړ لرونکې جلا شوې سیمه اوسیتیا د ګواښنې عملیاتو پلمه شوه.
پنځو ورځو کې روسیې د جورجیا پوځ شنډ او ساکاشویلي یې له سپکاوي ډکې سولې ته اړایست.
لویدیځوالو غوغا جوړه کړه، خو له یوه کال تېرېدو وروسته د امریکا ولسمشر باراک اوباما له روسیې سره نه یوازې اړیکي بېرته 'پرځای ' کړل، بلکې روسیې ته یې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ترسره کولو حق هم ورکړ.
د پوتین لپاره دې هر څه وښووله چې زور رښتینی دی او کمزوری لوېدیځ به له یو څه هغه، دغه کولو وروسته کلک هوډ ته غاړه ږدي.
د ۲۰۱۱ - ۲۰۱۳ کلونو مسکو احتجاجونه
د ۲۰۱۱ کال ټاکنو په هکله پراخ باور داسې و، چې ټګي برګي پکې شوې، خو په دې لړ کې احتجاجونه هغه مهال خورا سخت شول، چې پوتین د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې د درېدو اعلان وکړ. د 'بولوتنایا احتجاجونو ' په نامه په مسکو میدان کې د خلکو راټولېدل د پوتین په واکمنۍ کې تر ټولو ستر ولسي مخالفت وبلل شو.
د پوتین باور دا و، چې هغه احتجاجونه د امریکا متحده ایالتونو له لوري په مستقیمه توګه رامنځته شوي، لارښوونه یې کېږي او خلک ورته هڅول کېږي او د هغه وخت بهرنیو چارو پر وزیرې هیلري کلینټن یې شخصا دا تورونه پورې کول.
د پوتین لپاره دا هر څه په دې مانا وو، چې ګواکې پرده پورته شوې، او لویدیځوال د ده مخالفت لپاره برالا میدان ته راوتلي او مانا یې دا ده چې دی په یوه جګړه کې ښکېل دی.
د کووېډ له کبله ګوښیتوب ۲۱-۲۰۲۰
کله چې په ټوله نړۍ کې کووېډ- ۱۹ ناروغي خپره شوه، پوتین داسې ګوښیتوب ته لاړ، چې د مستبدو کسانو لپاره هم معمول نه بلل کېږي. هغه هر کس به څلور ورځې په قرنطین کې ساتل کېده، چې له ده سره یې لیدل او بیا به له یوه داسې دهلېزه تېرېدل چې په میکروب وژونکې رڼا پوښل شوی و.
هغه مهال له ده سره د لیدونکو سلاکارانو او متحدینو شمېر د ګوتو په شمېر یوازې هغو کسانو ته راټیټ شو، چې هرې خبرې ته یې ځواب هو وي.
په داسې حال کې چې بېلا، بېل نظرونه یې نه اورېدل او پوتین د خپل هېواد له لیدو هم ډېر برخمن نه و، دا یې 'زده کړل ' چې د ده هر ګومان او تعصب سم دی او پر اوکرایین د یرغل تخم وکرل شو.
پروفیسر مارک ګالیوتي یو علمي شخصیت او د موږ له پوتین سره خبرو ته اړتیا لرو او د پوتین راتلونکې جګړې په نومونو کتابونو لیکوال دی.
.