د ایران د اعتراضونو درېیمه اوونۍ؛ د نړۍ تر ۱۵۰ ډېرو ښارونو کې غونډېدنې

له ایرانه رپوټونه وايي، چې زاهدانو او سوېل ختیځ بلوچستان کې تېره ورځ له امنیتي ځواکونو سره د لاریونیانو اخ و ډب کې لږ ترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې د ایران د انقلابي ګارد د (سلمان) کنډک استخباراتي قومندان جګړه سید علي موسوي هم دی.

همداشان، په وژل شویو کې د (بسیج) په نامه د ولسي ځواک دوه وژل شوي.

سپاه پاسداران د زاهدانو اړ و دوړ کې د خپل دویم جګپوړي افسر د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د سپاه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، جګړن حمید رضا هاسمي چې د سپاه د (سلمان) کنډک د استخباراتو مرستیال و، د سیستان او بلوچستان د اړ و دوړ پرمهال ټپي او بیا مړ شوی دی.

د زاهدانو مرکز سیستان او بلوچستان کې د جمعې په ورځ د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه په ډزو د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی.

د بلوچستان والي ویلي، بریدګرو عامه شتمنیو ته اور اچولی او بانکونو او حکومتي ودانیو ته یې زیان رسولی.

د زهدانو د برید پړه د (جیش العدل) په نامه ډلې منلې ده.

په ورته وخت کې د میر حسین موسوي له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې له پوځ غوښتل شوي چې د ملت ترڅنګ ودرېږي.

نوموړي ویلي، (د حقیقت ترڅنګ، د ملت ترڅنګ) ودرېږئ.

ښاغلی موسوي چې څه باندې یوه لسیزه خپل کور کې بند ساتل کېږي، مړه شوې کردۍ مهسا (ژینا) امیني د "ایران لور، د کردستان لور او د انسان لور" بللې ده او وايي چې مړینه یې په تاریخ کې د عطف نقطه ګرځېدلې ده.

د ایران له اعتراضونو سره نړیوال ملاتړ

په داسې حال کې چې د ایران اعتراضونه دریمې اونۍ ته غځېدلي، له ایران بهر نوره نړۍ کې ایرانیانو په ګڼو ښارونو کې له اعتراض کوونکو سره د ملاتړ او همغږۍ غږ کړی دی.

د جمعې په ورځ تونس کې د ایران کلتوري مرکز مخې ته خلک راغونډ شوي وو.

تونسي ښځو د ایران اعتراضونه (د ښځو انقلاب) وباله.

د نیوزیلنډ،‌ اسټرالیا، سوېلي کوریا او جاپان په ګډون هم د نړۍ په څه باندې ۱۵۰ ښارونو کې د ایرانیانو د راغونډېدو غوښتنې شوې دي.

تر اوسه د اسټرالیا ملبورن او پرټ، د توکیو جاپان او د سوېلي کوریا سیول کې دا ډول غونډې شوې دي.