عمران خان: د رښتینې ازادۍ لاریون ته ډېر وخت نه دی پاتې، ټول مې غږ ته منتظر اوسئ

عمران خان ٹیکسلا

د عکس سرچینه، Socail Media

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د پاکستان د اوسني حکومت خلاف یې د خپلو پلویانو رایستلو ته تابیا په بشپړېدو ده.‌

هغه ټېکسلا کې یوې جلسې ته ویلي "بشپړ چمتووالی نیسم... ډېر وخت نه دی پاتې،‌ نو ټول زما غږ ته منتظر اوسئ."

عمران خان خپلو پلویانو ته وویل "غواړم تاسې ټول د حقیقې ازادۍ لاریون کې شامل کړم. ټول چمتو اوسئ."

هغه د اوسني حکومت چارواکي تورن کړل چې د احتساب او نورو ادارو واګي یې لاس کې اخیستي او ګوندې پخپله خپل د مالي فساد دوسیې ځان ته معاف کوي.‌

د تحریک انصاف ګوند مشر له وخت وړاندې ټولټاکنې غواړي خو د پاکستان اوسنی حکومت وايي خپله دوره به پوره کوي او تر وخت وړاندې ټاکنې شونې نه دي.‌

عمران دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې یوې ځايي محکمې یکشنبه د هغه 'تر نیول کېدو مخکې ضمانت'ومانه.

دې محکمې د شنبې پر ورځ د مارګلي پوليسو مرکز ته چې د عمران خان خلاف پکې مخکې قضيه ثبت شوې وه، د نوموړي د نيولو امر کړی و.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښاغلي عمران خان پر ضد د مارګلې پولسیو دغه قضیه وروسته له هغې پیل شوه چې نوموړي د روان کال په اګست میاشت کې یوه ولسي غونډه کې هغه قاضۍ ګواښلې وه چې د تحریک انصاف ګوند اړوند د یوه نیول شوي سیاستوال شهباز ګېل د قضیې اورېدنه یې کړې وه.

بلې خوا هلته د لومړي وزیر شهباز شریف کابینې پرېکړه کړې، چې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد به د خپرو شویو هغو غږیزو پیغامونو پلټنه کوي چې نوموړی پکې خپل سکرتر اعظم خان سره خبرې کوي او وايي، د خپل حکومت د نسکورېدو تر شا به امریکا تورنوي چې د ده په خبره"لوبه به کوي".

عمران خان یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې نوموړي د خپل غږیز پیغام په اړه ویلي، دا چې د لومړي وزیر د دفتر پټې خبرې اورېدل شوي دا د ده په وینا "اندېښنې وړ خبره ده."

له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله د پاکستان يوه ټلويزيوني چينل سره خبرو کې د عمران خان د نيولو احتمال رد کړی و.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې ايا د عمران خان د نيولو اراده لري، هغه وويل "نه، دا د توقيف یو عادي امر دی او د هغه جرم د ضمانت وړ دی".

عمران خان

د عکس سرچینه، Imran Khan/Facebook

پر عمران خان قضيه د ترهګرۍ ضد قانون لاندې ثبت شوې وه خو د اسلام اباد سترې محکمې د ترهګرۍ ضد قضيه لغوه کړه.

دې قضيې نور اړخونه هم لرل چې عمران په کې د ضمانت غوښتنه نه وه کړې چې پر بنسټ يې پوليسو له ځايي محکمې د عمران خان د نيولو امر ترلاسه کړی و.

حقوق پوهانو هم له ضمانت وړاندې ویلي و چې، د ترهګرۍ ضد قضيې له ختمېدو وروسته نورې ټولې قضيې د ضمانت وړ دي.